د برطانیې یو عدالت د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل تر څو چې امریکايي چارواکو دا ضمانت نه وي ورکړی چې د خفیه معلوماتو افشا کونکي وېب پاڼې باني جولین اسانج ته به د مرګ سزا نه ورکوي، هغه دې امریکې ته ور نه کړی شي.
د هېواد خفیه دستاوېزات د شایع کولو په سر امریکې په اسانج د جاسوسۍ الزام لګولی او غواړي چې په هغه په امریکا کې مقدمه وچلوي.
د نهې، سه شنبې، په ورځ د برطانوي عدالت فېصله د امریکايي دستاوېزاتو د افشا کولو په سر د اسانج په اوږد قانوني جنګ کې جزوي فتح ګڼل کېږي.
د های کورټ دوو ججانو وویل که امریکايي چارواکو په دریو هفتو کې دننه و نه وېل چې د اسانج سره به څه کېږي نو هغه ته به نوی اپیل ورکړي. د فېصله مطلب دا هم دی چې د یوې لسیزې نه اوږد د اسانج قانوني جنګ به لا دوام لري هغه به د لندن په هغه زندان کې پروت وي چې هغه په کې د تېرو پینځو کلونو راهسې بند دی.
ججې وېکټوریا شارپ او جرمي جانسن وویل امریکا په دا ضمانت ورکوي چې اسانج ته به د امریکې د ایین د وړمبي ترمیم دلاندې د امریکايي شهریانو په شان د رای د ازادۍ حق ورکوي او په هغه به د مرګ سزا نه نافذ کوي. اسانج د اسټرېلیا شهري دی.
د اسانج پلویان وايي هغه یو صحافي دی او د امریکې د ایین د وړمبي ترميم دلاندې د رای د ازادۍ حق لري او په افغانستان او عراق کې يې د امریکايي پوځ غلطې کړنې د ولس دپاره رابرسېره کړې دي. د اسانج پلویان دا دریځ هم لري چې د هغه خلاف قانوني اقدامات په سیاسي بنیادونو اخیستل کېږي او په امریکا کې به په هغه منصفانه نه وي.
د اسانج ښځیه سټېلا اسانج وايي اسانج ته ځکه سزا ورکول کېږي چې هغه په جنګ کې د انسانو د زیان ښکاره کړی دی. هغې غوښتنه وکړه چې د صدر جوبایډن حکومت دې د اسانج خلاف مقدمه ختمه کړی.
د فېبرورۍ په میاشت کې په های کورټ کې د دوو ورځو د اورونې په مهال د اسانج وکیل اېدورډ فېټسجېرالډ وویل امریکايي مامورین اسانج ته ځکه سزا ورکول غواړي چې هغه د تشدد او د وژنو په شمول د امریکې د حکومت په "غېر معمولي پېمانه مجرمانه" اقدامات څرګند کړي دي.
د امریکې حکومت وايي اسانج د صحافت نه پورته کار کړی، معلومات يې پټ کړي او د حکومت خفیه دستاوېزات د شایع کولو دلارې يې بې ګناه ژوندونه د خطر سره مخامخ کړي دي.
ججانو د اسانج دا دریځ مسترد کړی چې د هغه خلاف په سیاسي بنیادونو ګامونه اخیستل کېږي.
امریکايي مامورینو لوظ کړی چې اسانج ته به د مرګ سزا نه ورکول کېږي خو د برطانوي عدالت ججانو وویل د امریکې په دغو ضمانتونو کې په واضحه توګه داسې څه نشته چې وايي په هغه به د مرګ سزا نه نافذ کېږي.
دوه پنځوس کلن اسانج د کمپیوټر ماهر دی او امریکې پې په کال ۲۰۱۰ کې په ويکيلېکس وېب پاڼه د سلګونو زرګونو خفیه دستاوېزاتو د شایع کولو په سر فرد جرم لګولی دی.
Forum