لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په داعش بمباري وکړی شي او که نا؟ د برطانيي په پارلیمنټ کې بحث


پارلیمنټ ته خپل تجویز د وړاندې کولو په موقع ډیوډ کیمرون وويل بمباري به د هغه پراخه تگ لارې برخه وي چې هدف يي په داعش قابو موندل دي
پارلیمنټ ته خپل تجویز د وړاندې کولو په موقع ډیوډ کیمرون وويل بمباري به د هغه پراخه تگ لارې برخه وي چې هدف يي په داعش قابو موندل دي

د برطانيي په پارلیمنټ کې د شورو، چارشنبې، په ورځ د وزیراعظم ډیوډ کیمرون په دې تجویز بحث شورو چې آیا برطانیه په شام کې د داعش خلاف په هوائي بمبارۍ کې برخه واخلي او که نا؟

پارلیمنټ ته خپل تجویز د وړاندې کولو په موقع ډیوډ کیمرون وويل بمباري به د هغه پراخه تگ لارې برخه وي چې هدف يي په داعش قابو موندل دي.

خو د حزب اختلاف لیبر پارټۍ مشر جرمي کوربن د وزیراعظم کیمرون د تجویز مخالفت کوي. ډیوډ کیمرون کوربن او د هغه ملگري "ترهگرو د خواښوگو ډله" په نوم یادوي.

ښاغلي کوربن د ډیوډ کیمرون د خبرو جواب په گارډیئن اخبار کې په یو ادارتیاتي مضمون کې ورکړی چې د شورو، چارشنبې، په ورځ شائع شوی دی. جرمي کوربن وایي ډیوډ کیمرون ددې خبري په وضاحت کولو کې ناکامه شوی دی چې داعش خلاف هوائي بمبارۍ کې برطانيي د شاملیدل به څه لوې اثر وغورځوي په داسې حال کې چې امریکا، فرانس، روس او نور قوتونه داعش خلاف د وړاندې نه هوائي کاروائي کې مصروف دي.

کوربن وویل ډیوډ کیمرون هیڅ څوک هم په دې پوهه ولو کې نه دی کامیاب شوی چې د برطانيي د هوائي بمبارۍ ورسته به ځمکني ځواکونه داعش په ولقه کې سیمې بیرته واخیستلی شي.

برطانیه کې شوي د یوې نظر پوښتنې، سروی، ترمخه، د هیواد اکثریت خلک شام کې د پوځي کاروائي ملاتړ نه کوي. د یوگو نومې ادارې سروی ښائي تیر کال د سپټمبر د میاشت راهسې شام کې د حملو د ملاتړ کونکو شرح ۴٨ ته راټیټه شوي ده. تیره هفته دا شرح ٥٩ فیصد وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG