لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملاله په لاس د یورپ د ټولو لوې کتابخانې پرانسته

ملاله د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون سره
ملاله د ملگرو ملتونو مشر بان کې مون سره
دپاکستان دخيبرپښتونخوا په سوات سيمه کې دجينکو دتعليم د دپاره په هڅو کولو دطالبانو د حملې ښکار شوې پاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسفزئي دبرطانيې په برمنگهم ښار کې داروپا دتر ټولو سترې لا ئبريرۍ پرانسته کړې ده.
داطلاعاتو ترمخه په دغه لا ئبريرۍ کې به د لسو لکو پورې کتابونه موجود وي.
ملاله يوسفزۍ هاغه پاکستانۍ ١٦ کلنه طالب علمه ده چې تيرکال داکتوبر په مياشت کې طالبانو دسوات سرښار مينگوره کې هاغه مهال پسر په گولۍ ويشتې وه کله چې هغه په يو گاډي کې دخپلو نورو ملگرو سره دسکول څخه کور ته ستنيده.
دلا ئبريرۍ دپرانستې په موقع ملالې يوسفزئي وويل قلمونه اؤ کتابونه هاغه وسلې دي چې ترهه گرۍ ته ماتې ورکولى شي اؤ زياته يې کړه چې دکتابونو اؤ لا ئبريرۍ پرته يو ښار ديوې هديرې پشان وي
دستورې ته پخپله وينا کې ملالې يوسفزئي وويل مونږ ته د پاکستان، هند اؤ افغانستان دهاغو ماشومانو لپاره غږ پورته کول پکار دي چې دترهه گرۍ اؤ غربت پشان ستونزو سره مخ دي
ملالې يوسفزئي په دغه موقعې دخپل سکول ديوې تجربې يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې هغې په کلاس کې د نصابي کتابونو ترڅنگ يواځې داوؤ کتابونو مطالعه کړې وه.
هغې وويل دبرمنگهم کلتور دپاکستان څخه ډير جدا دى اؤ دکومو خلکو سره چې دغلته مخ شوې هغوي دسلگونو کتابونو مطالعه کوي.
نوموړې وويل لوستل، علم اؤ تعليم دامن ترلاسه کولو يواځينۍ لار ده اؤ زياته يې کړه چې تر دې چې خداې هم خلکو ته دخپل پيغام رسولو لپاره ديو کتاب دواسطې ټاکنه کړې.
ملالې وويل هغې ته ددې دستورې دپرانستې عزت وربخښل شوى اؤ زياته يې کړه چې ديو کتاب په موادو کې د علم طاقت وي اؤ ددغه طاقت په مدد سره مونږ خپل مستقبل اؤ ژوند بدلولى شو
هغې وويل دعلم څخه لويه وسله اؤ دليکلي لفظ څخه پرته دعلم لويه سرچينه نشته
This item is part of
XS
SM
MD
LG