لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د شهزاده هېري او مېگن مارکل د واده جالب جزییات


د برطانیې د شهزاده، هېري، واده ته چې سبا د خالي ـ شنبې په ورځ دی، خاصې آمادگۍ نیول شوي او تمه کیږي چې له سل زرو ډیر کسان به د لندن لویدیځ ته، د بېرکشایر پر لارو سړکونو، د نوې جوړې هرکلي ته راووځي.

د واده مذهبي مراسم به له غرمې مخکې پر یوولسو بجو، د وینزر تاریخي ماڼۍ په سېنټ جارج کلیسا کې پیل کیږي، کوم چې په پنځلسمه میلادي پیړۍ کې جوړه شوې ده. د وینزر ماڼۍ پخپله، د کابو ١٠٠٠ کلونو راهیسي د برطانیې د شاهي خاندان کور پاته شوی دی.

د وینزر تاریخي ماڼۍ چې ١٠٠٠ کاله راهیسي د شاهي خاندان کور پاته شوی
د وینزر تاریخي ماڼۍ چې ١٠٠٠ کاله راهیسي د شاهي خاندان کور پاته شوی

د ناوې د جامو، گوتمۍ، او د محفل د نورو جزییاتو په اړه لا تر اوسه څه نه دي ویل شوي. په واده کې به د ناوې پلار موجود نه وي، او د هغه پر ځای به د زوم پلار، پرېنس چارلز، ناوې بدرگه کړي.

بکېنگهام ماڼۍ ددې پخلی هم کړی چې د ملکې اېلېزبیټ خاوند، پرېنس فیلېپ چې ٩٦ کلن دی او تېره میاشت یې د هډوکو عملیات هم کړی، د واده په محفل کې به حاضر وي.

د شاهي کورنۍ د تېرېدو لیدلو ته، د وینزر ماڼۍ په میدانونو کې، څه د پاسه ٢٦٠٠ کسان رابلل شوي دي. د وینزر ماڼۍ، په نړۍ کې تر ټولو ستره او تر ټولو زړه د استوگنې کلا پیژندل شوې ده.

د شاهي کورنۍ مینه والو تېره شپه تر سهاره د ماڼۍ مخې ته تېره کړله
د شاهي کورنۍ مینه والو تېره شپه تر سهاره د ماڼۍ مخې ته تېره کړله

په کلیسا کې د مراسمو له ختمېدو وروسته به، ناوی او زوم د آس په گاډۍ کې د وینزر ماڼۍ دباندې ٢٥ دقیقې وگرځي. دا گاډۍ اسکاټ لنډاو نومیږي او د نولسمې پېړۍ لرغونۍ گاډۍ ده چې څلور خاص آسونه به یې کشوي.

د واده کیک، شپږو کسانو په پنځه ورځو کې جوړ کړی او طراح یې کلیئر پټاک نومیږي. د واده لپاره نورې آمادگۍ هم نیول شوي او هوا پیژندونکي وایي چې سبا ته به په لندن او شاوخوا سیمو کې هوا صافه او آسمان به هم شین وي.

ناوې څوک ده؟

مېگن مارکل، ٣٦ کاله عمر لري، د امریکې ده، او مخکې تر دې، اداکاره وه. ویل کیږي چې پرېنس هېري د یو ملگري له لارې، له مارکل سره آشنا شو او په هماغه اوله لیدنه کې پرې میئن شو.

مېگن مارکل په سویټ نومي ټي وي سیریز کې ډیره مشهوره شوه، خو پرېنس هېري وایي چې له مېگن سره له لیدو مخکې یې نه د هغې له شهرته خبر و او نه یې هم کله په ټي وي کې لیدلې وه.

مېگن امریکایۍ ادارکاره ده او پرېنس هېري پرې میئن شوی دی
مېگن امریکایۍ ادارکاره ده او پرېنس هېري پرې میئن شوی دی

مېگن مخکې هم یو ځل واده شوې وه، خو بیا یې له خپل پخواني میړه طلاق واخیست. دا چې هم د امریکې ده، هم طلاقه شوې ده، او هم د تورپوټکو یو رگ لري، نو د برطانیې له شاهي خاندان سره یې خپلوي، ځینو ته جالبه خبره ده.

د برطانیې تورپوټکي وگړيو ته دا ډیره جالبه ده چې په لومړي ځل د خپل هېواد په شاهي خاندان کې، داسې یوه ناوې ویني چې د تورپوټکو سره نسلي تړاو لري.

ټاکل شوې ده چې د واده په مراسمو کې هم یو تورپوټکی امریکایی کشیش وینا وکړي.

امریکایی کشیش (ښي خوا ته) به د مېگن په واده کې وینا وکړي
امریکایی کشیش (ښي خوا ته) به د مېگن په واده کې وینا وکړي

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG