لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

برطانيه: په تېرو دوو هفتو کې په اوکراین کې روس د زیات جاني زیان سره مخامخ شوی


برطانوي وزارت وویل امکان دی چې د اوکراین دغه شمېرې کره دي
برطانوي وزارت وویل امکان دی چې د اوکراین دغه شمېرې کره دي

د برطانیې د دفاع وزارت ویلي په تېرو دوو هفتو کې روس په اوکراین کې د زیات جاني نقصان سره مخامخ شوی دی او ممکنه ده چې تلفات په اوکراین د روس یرغل په لومړو دوو هفتو کې د زیان نه هم زیات نقصان وي.

د برطانيې د دفاع وزارت د دغې تبصرې بنیاد د اوکراین په معلوماتو دی چې وايي روس په تېرو دوو هفتو کې د ورځې په حساب د ۸۲۴ جاني نقصان سره مخامخ شوی دی چې د جون او د جولای په میاشتو د اوسط روسي جاني نقصان نه څلور چنده زیات دی.

برطانوي وزارت وویل امکان دی چې د اوکراین دغه شمېرې کره دي.

د برطانیې د دفاع وزارت وویل د روس په جاني نقصان کې د اضافې ممکنه اسباب د جنګ په سرخط د تربیت یاته عسکرو، د رابطې او د وسایلو کمی دی.

د برطانوي استخباراتي رپورټ چې په ټوېټر شایع شوی دا هم وايي چې د اوکراین د کمزوري کېدو شرح هم په زیاتېدو دی.

قام ته خپله روزانه شبينه تقریر کې د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د اتوار، يکشنبې، په ماسخوتن د هغو کارکونکو ستاینه وکړه چې د جمعې په ورځ د روس په ډرون او مزایل حملو کې نقصاي شوی د بجلۍ نظام یې بحال کړو.

صدر زېلېنسکي وویل د خالي، شنبې، او د اتوار، يکشنبې، په ورځ ګڼ شمېر خلک د بجلۍ نه محرومه وو.

هغه وویل د توانای په برخه کې به دا فېصله کن فتح نه وي او ممکنه دا روس به داسې ډول د "ترهګرۍ" نوي حملې کوي.

روس د تېرې هفتې په اخېره کې په اواکراین کې بمبارۍ ته دوام ورکړی و او کوښښ يې و چې د هېواد په ختیځ کې نورې علاقې ونېسي.

په روسي حملو کې د اضافې باوجود د اوکراین پوځ وویل په داسې حال کې چې په اکراین د روس د یرغل کليزه نژدې کېږي، روس په پراخه کچه حمله نشي شروع کولی.

د برطانيې د دفاع وزارت دا هم وویل روس به دا مشکل فېصله کوي چې ایا د خپل پوځ په کمزوري کولو یرغل ته دوام ورکړي، د خپلو اهدافو نه په شا شي او یا خپل ځواکونه بیا متحرک کړی.

يادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای، روېټرز او د ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG