لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یوکرېن د روسي جنرل د وژلو ذمه واري ومنله

لېفټينېنټ جنرل ایګور کېرېلوف د روسي پوځ د اېټمي، کیمیاوي او بیالوجيکل وسلو د څانګې مشر و
لېفټينېنټ جنرل ایګور کېرېلوف د روسي پوځ د اېټمي، کیمیاوي او بیالوجيکل وسلو د څانګې مشر و

یوکرېن د روسي پوځ د یو لوړ رتبه چارواکي د وژنې ذمه واري ومنله چې د نهې، سه شنبې، په ورځ په ماسکو کې د بم په چاودنه کې د یو مرستیال ترڅنګ ووژل شو.

لېفټينېنټ جنرل ایګور کېرېلوف د روسي پوځ د اېټمي، کیمیاوي او بیالوجيکل وسلو د څانګې مشر و. هغه او مرستیال يې په ماسکو کې د یوې رهایشي ودانۍ دروازې سره نږدې په سکوټر پورې لګول شوي بم په چاودنه کې ووژل شو.

په یوکرېن کې د روس په جنګ کې د هغه د کردار په سر د برطانيي او د کېڼېډې په شمول ګڼ شمېر ملکونو په ۵۴ کلن کېرېلوف بندیزونه لګولي وو.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د یوکرېن سېکیورټي ادارې اېس بي یوو، د کېرېلوف خلاف مجرمانه تحقیقات شروع کړل او په هغه يې د کیمیاوي وسلو د استعمال الزام ولګولو.

د اېس بي یوو یو چارواکي د نوم نه څرګندولو په شرط ومنله چې اداره يې د کېرېلوف د وژلو په شا ده. چارواکي کېرېلوف جنګي مجرم او په مکمله توګه جایر هدف وبللو.

اېس بي یوو وویل په کال ۲۰۲۲ کې په یوکرېن د یرغل وروسته روس د ۴۸۰۰ نه په زیاتو موقعو د جنګ په مېدان کیمیاوي وسلې استعمال کړي دي.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

د می په میاشت کې د امریکې خارجه وزارت، سټېټ ډپارټمنټ وویل د یوکرېن ځواکونو خلاف کلوروپېکرېن نومې زهرجن ګېس استعمال کړی دی. دا ګېس په وړمبي ځل په وړمبي عالمي جنګ کې استعمال شوی و.

روس د کیمیاوي وسلو د استعمال خبره ردوي او په یوکرېن الزام لګوي چې په جنګ کې زهرجن مواد کاروي.

کېرېلوف په هغه روسي چارواکو کې شامل و چې په یوکرېن یې د کیمیاوي موادو د استعمال الزام لګولو.

په کېرېلوف د حملې په اړه روسي مطبوعاتو وویل بم د ریموټ کنټرول دلارې چلول شوی و.

د اېس بي یوو چارواکي یو وډیو شریک کړو چې د ښيي دوه تنان د یوې ودانۍ نه ووځي او بیا چاودنه وشي.

د روس تحقیقاتي ادارې وویل د کېرېلوف وژنې ته د ترهګرۍ په څېر کتنه کوي او په ماسکو کې چارواکو وویل په حمله کې ککړو ته به سزا ورکوي.

د روس د سېکیورټي کاونسل نایب مشر دمتر مدوېدیو وویل یوکرېن په کېرېلوف حمله ځکه وکړه چې په جنګ کې خپل ناکامۍ پټې کړي. هغه وویل د یوکرېن د سیاسي او پوځي مشرانو نه به بدل اخیستل کېږي.

په يوکرېن د یرغل وروسته یو شمېر روسي شخصیتونه په داسې حملو کې وژل شوي چې ګڼل کېږي یوکرېن کړي دي.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي

Forum

XS
SM
MD
LG