لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین اېف شپاړس جنګي جهازونه غوښتلي، امریکا وايي لا يې وخت نه دی


د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې وویل په موجوده وخت کې اوکراین ته اېف شپاړس جهازونو ورکولو امکار ردوي
د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې وویل په موجوده وخت کې اوکراین ته اېف شپاړس جهازونو ورکولو امکار ردوي

اوکراین د ګل، دوشنبې، په ورځ دا غوښتنه تکرار کړه چې اتحادیان دې ورته اېف شپاړس جنګي جهازونه ورکړي خو د جنګ په اړه امریکې په خپله ورستي اندازه کې ویلي چې په دې پړاو اوکراین ته اېف شپاړس جهازونه ورکول په مناسب نه وي.

د اوکراین خارجه وزیر دمېترو کولېبا په ټوېټر خپل پېغام کې وویل اوکراین ته د نوي وسلې په اړه بحث هر وخت په انکار شروع شوی او په اقرار ختم شوی دی.

هغه زیاته کړه په تېر یو کال کې اوکراین ته د اووه ډول وسلو په اړه سیاسي فېصلې شوي دي او اوس یوازې د جنګي جهازونو په اړه فېصله پاتې ده.

د کولېبا اشاره ټېنکونو او نورې وسلې ته وه چې په ابتدا کې د امريکې په شمولو د هېواد نورو مغربي اتحادیانو کییف ته ورکولو نه انکار کولو خو بیا راضي شول.

د امریکې صدر جوبایډن د جمعې په ورځ د ای بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې وویل په موجوده وخت کې اوکراین ته اېف شپاړس جهازونو ورکولو امکار ردوي.

د قامي سلامتیا دپاره د وایټ هاوس مشیر جېک سولېون د ای بي سي ميټ دي پرېس پروګرام ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د امریکي پوځي کمانډران ګڼي چې اوکراین دا وخت ټېنکونو، بکتر بند موټرو، توپخانې او هوايي دفاعي نظام ته ضرورت لري.

سولېن وویل په دې پړاو ضرورت د دې خبرې دی چې اوکراین داسې وسایل ولري چې د روس نه پې خپلې علاقې بېرته واخلي.

هغه وویل اتحادیان اوکراین ته د مېګ ۲۹ او اېس یو ۲۷ ډول د شوروي اتحاد د زمانې جهازونو دپاره پرزې ورکوي چې اوکرایني پایلټان يې هره ورځ استعمالوي.

د ترکي خارجه وزیر ماولوت چاوسوګلوو د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل په نېټو کې شاملېدو په اړه به سوېډن او فېن لېنډ سره مذاکرات د مارچ په نهمه نېټه بیا شروع کېږي.

په جنورۍ کې په سټاک هوم کې د ترکي سفارتخانې مخې ته د قران د سوزېدو وروسته په نېټو کې د دواړو ملکونو د شمولیت په اړه خبرې ترکي وځنډولې.

د امریکې صدر جوبایډن
د امریکې صدر جوبایډن

تېر کال د فېبرورۍ په ۲۴ نېټه په اوکراین د روس د یرغل شروع کېدو نه پس فېن لېنډ او سویډن په نېټو کې د شاملېدو دپاره خواستونه وکړل. د اتحاد ټول غړي ملکونه به د دغه خواستونو منظوري ورکوي.

ترکي په نېټو کې د سویډن په شمولیت اعتراض کړی، وايي سویډن د هغو تنظیمونو سره نرمي کوي چې ترکي يې ترهګر بلي.

چاواسوګلو وویل سویډن او فېن لېنډ د جون د میاشت د هغه لوظنامې پاسداري نه ده کړې چې ترمخه به يې ترکي ته د وسلې په خرڅولو پابندي لېرې کوي او د مشکوکو وسله والو ترکي ته د سپارلو په خواست په عمل ګړندی کوي.

د دې میاشت په شروع کې ترکي ته د سفر په مهال د نېټو مشر ینس سټالټنبرګ وویل وخت راغلی چې په نېټو کې شمولیت دپاره د فېن لېنډ او سویډن خواستونه منظور کړی شي. تراوسه ترکي او هنګري د دغه ګام مخالفت کوي.

سټالټنبرګ وملنه چې د ترکي تشویش جایز دی خو هغه دا خبره هم وکړه چې سويډن او فېن لېنډ تېر کال په مېډرېډ کې کړي خپلې لوظنامې پوره کړي دي.

ټاکل شوي ده چې د نېټو مشر به د نهې، سه شنبې، په ورځ د فېن لېنډ دوره کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG