لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس پلوه یاغیان اوس هم ډزې کوي:یوکراېني چارواکي


روس پلوه یاغیان د ختیز یوکراېن په ډیبالټسیو کې
روس پلوه یاغیان د ختیز یوکراېن په ډیبالټسیو کې

د یوکراېن د پوځ ویاند وېلي سره د دزبندۍ د لوظنامې د روس پلوه یاغیانو لخوا په ختیز یوکراېن کې په یوکراېني عسکرو پرله پسې ډزې روانې دي.

د یوکراېن د پوځ ویاند اناتولې ستلماخ نن (د جمعې په ورځ) وېلي د روس پلوه یاغیانو لخوا د ډونڅک په خوا کې خپلې حملې سوا کړیدي. او د ماریو پول ښار سره نژدې هم تیره شپه په درنه وسله ډزې شویدي.

د ماریوپول ښار سره نژدی د زیارت په ورځ هم د جګړې رپورټونه راغلي وو. یاغیانو دغلته په شېروکېن کلي ګولۍ ورولي دي.ماریوپول په ختیز یوکراېن کې مهم بندر دی چرته چې تیر کال د سختې جګړې وروستو د یوکراېن عسکرو دغه ښار په قبضه کې اخستې وو.

په ختیز یوکراېن کې دجګړې اودرولو په سره د فرورۍ ۱۲مه نېټه د ډزبندۍ لوظنامه شوې وه. چې تر مخې ېی په دواړه ډلو غږ شوې وو چې جګړه دې پریږدي او درنه وسله دې د جنګي محاذ نه لرې کړي. تیره ورځبیا د یوکراېن ، روس، فرانس او جرمني مشرانو ژمنه کړې د ډزبندۍ مرسته به کوي. د دغه هیوادونو مشرانو چې د ډزبندۍ په لوظنامه ېې خبرې هم کړې وې د تازه جګړې غندنه کړیده او په دواړه ډلوېې غږ کړې د ۱۲مې فرورۍ په لوظنامه دی عمل اوکړي.

په ډیبالټسیو کې روس پلوه یاغیانو بیا په یوکراېني عسکرو د ګټې خوشحالۍ هم نمانځلي. د زیارت په ورځ په یاغیانو کې د کوساک جنګیالو دغه خوشحالې پداسې محال نمانځلي چې د یوکراېن پوځي چارواکو تر مخه د دغه سمې نه د راوتو په محال د یوکراېن ۱۳۴ عسکر وژل شوي. د یوکراېن پوځ زیاته کړی د دوي ۹۰ عسکر اوس هم د یاغیانو په قبضه کې دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG