لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وايي د روس ډرون يې راغورځولي دي


د متحده قومونو دپاره د اوکراین سفیرې اوکسانه مارکاروه د امریکې ای بي سي ټېلې وژن ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د روس مزایل حملو د اوکراین د بجلۍ نظام تباه کړی دی او د دې د مخنیوي یوازنۍ لار اوکراین ته هوايي دفاعي نظام ورکول دي
د متحده قومونو دپاره د اوکراین سفیرې اوکسانه مارکاروه د امریکې ای بي سي ټېلې وژن ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د روس مزایل حملو د اوکراین د بجلۍ نظام تباه کړی دی او د دې د مخنیوي یوازنۍ لار اوکراین ته هوايي دفاعي نظام ورکول دي

د اوکراین پوځ د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل چې روس سرښار کییف په ډرون جهازونو په هدف کړی دی او د اوکراین ځواکونو د ایران جوړ نهه شاهد نومې ډرون راغورځولي دي.

په کییف د روس د تازه ډرون حملو نه څو ګنټې مخکې د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي په خپلو اتحادیانو غږ کړی و چې د روسي حملو مخنیوي دپاره دې اوکراین ته د هوايي دفاعي نظام ورکړي.

روس په ورستیو ورځو کې په کییف او د اوکراین په نورو ښارونو حملو دپاره د ایران جوړ ډرون استعمالوي.

د اوکراین حکومت د ګل، دوشنبې، په ورځ په ټېلېګرام یو پوسټ کې وویل چې ځواکونو يې نهه ډرون راغورځولي دی.

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د اتوار، يکشنبې، په ورځ قام ته خپله روزانه وېنا کې وویل هوايي دفاعي نظام يې د ملک دپاره لومړۍ ترجیح ده.

هغه وویل که چېرې اوکراین ته د هوايي دفاعي نظام ورکړی شي نو دا به د روس جارحیت د ختمولو په لوري یو ګام وي.

د متحده قومونو دپاره د اوکراین سفیرې اوکسانه مارکاروه د امریکې ای بي سي ټېلې وژن ته د اتوار، يکشنبې، په ورځ وویل د روس مزایل حملو د اوکراین د بجلۍ نظام تباه کړی دی او د دې د مخنیوي یوازنۍ لار اوکراین ته هوايي دفاعي نظام ورکول دي.

امریکايي چارواکو ویلي اوکراین ته د هوايي دفاعي نظام دپاره پېټرېیاټ مزایل لېږلو په اړه غور کوي. خو امریکې په دې اړه په رسمي ډول اعلان نه دی کړی.

روس اوکراین ته د امریکايي مزایلو ورکولو د مجوزه ارادې مخالفت کړی او ویلي يې دي چې دا راپارونکی ګام دی او د اوکراین په جګړه کې به د امریکې ښکیلتیا نوره هم زیاته کړي.

اوکراین سره د مرستې په لړ کې د برطانيي وزیراعظم رشي سوناک ویلي هغه به د ګل، دوشنبې، په ورځ به هغه اوکراین ته د توپو ورکولو په لړ کې اعلان کوي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي، روېټرز او ای پي خبري ادارو نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG