لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اوکراین وايي ځواکونو یې په خار کییف کې پرمختګ کړی دی


د اوکراین په دویم لوی ښار، خارکییف کې د روسي ځواکونو د شاتګ وروسته، اوکرایني ځواکونو سیمه بیرته نیولې او هڅه یې کړې چې روس له خپل مرکز ایزوم څخه وباسي. د روس پام دا وخت په ختیځ دونباس سیمه دی.

د صدر زیلینسکي سلاحکار میخیلو پودولیک د ګل په ورځ په یو ټویټ کې ویلي دي :

"کریملین د کییف، خارکیف او اوډیسا، او تر څه حده د د دونیتسک او لوهانسک سیمې د نیولو خوبونه لیدل." هغه وویل وس:

" روسي ځواکونه د کمښت له امله لوهانسک ته پام دی”.

د اوکراین صدر زیلینسکي د اتوار په ورځ ناوخته په یوه ویډیويي خطاب کې وویل چې اوکراین په دونباس او جنوبي اوکراین کې د روس د نویو بریدونو لپاره تیاری نیسي. زیلینسکي وویل:

“اشغالګران لا وس هم نه مني چې دوی د مرګ خلې ته رسیدلي دي او د دوی تش په نامه ځانګړي عملیات لا دمخه بینک کرپټ یا د افلاس سره مخ شوي دي”

بلې خوا ته روس نن د ګل په ورځ خبرداری ورکړی چې که فنلنډ او سویډن د ناټو په پوځي اتحاد کې شامل شي نو:

" داوږدو او تر خو نتیجو" سره به مخ شي.

د روس خبري ادارو د بهرنیو چارو د وزارت د مرستیال سرګي ریابکوف له خولې ویلي چې:

"د پوځي تاو تریخوالي کچه به لوړه شي" او دا چې د فنلینډ او سویډن امنیت به ښه نشي.

ریابکوف وویل: "دوی باید داسې فکر ونه کړي چې موږ به یوازې دا برداشت کړو."

د فنلنډ صدر ساولي نينيسټو او وزیراعظمې سانا مارين په هلسينکي صدارتي ماڼۍ کې د ناټو د غړيتوب رسمی غوښتنه اعلان کړې. د نیسټو په خیال:

"دا یوه تاریخي ورځ ده ، او نوی دور پیل کیږي."

سویډن هم په ناټو اتحاد کې د ننوتلو هڅه کوي.

د دوو نورو هیوادونو د ناټو د غړیتوب غوښتنې ممکن ده په تېزۍ سره حرکت وکړي، د اتحاد سیکرټري جنرل ینس سټولټنبرګ، په وروستیو ورځو کې وویل چې دوی ددې غوښتنو هرکلی کوي.

د ناټو د سیکرټري جنرل مرستیال میرسیا جیوانا په برلین کې ویلي دي، فنلنډ او سویډن لا دمخه د ناټو تر ټولو نږدې ملګري دي.

ترکي په پیل کې د فنلنډ او سویډن په امنیتي اتحاد کې د شاملیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړې وه خو وس وايي چې د دې احتمال په اړه دروازه نه تړل کیږي.

ناټو او امریکا وايي چې دوی دواړه ډاډه دي چې ترکیه به په ناټو کې د فنلنډ او سویډن د یوځای کیدو په لاره کې نه ودریږي. د امریکا او اوکراین لوړ پوړو سفارتکارنو په برلین کې کتلي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټرو کولیبا ته ډاډ ورکړی چې اوکراین خپل اتحادي ګڼي.

(سنډي سین هم پدې راپور کې مرسته کړې. ځینې معلومات د اسوسیټیډ پریس او رویټرز څخه اخستل شوي)

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG