د روس د ولقې لاندې د کرايميا په جزیره کې د وسلې په ګودام کې د چاودنو وروسته د يوکرېن صدر ولاديمير ذيلنسکي په اولس غږ کړی چې د هغه ځايونو نه دې ډډه وکړي چېرته چې د روس پوځ وسله جمع کوي.
په خپله تازه وېنا کې صدر ذيلنسکي ويلي د دغو چاودنو وجوهات په نيول شوو سيمو کې بدل کېدلی شي، خو د ټولو معنی يوه ده چې د يرغل ګر روسي پوځ وسله او پوځي سازوسامان تباه کول زمونږه ژوند بچ کول دي،
د نهې په ورځ د کرايميا په مېسکويي کې شوي درنې چاودنې په يوه هفته کې د روس په پوځي مرکز کې په دويم ځل شوي دي چې روس ورته يو" ناوړه عمل" ويلی، د دې نه وړاندې د کرايميا په ساکي هوايي مرکز کې شوي چاودنو کې د روس نهه جنګي جازونه تباه شوي و.
يوکرېن د مېسکويي د چاودنو ذمه واري نه ده اخيستې خو د صدر صلاح کار ميخاېلو پودولایک په يو ټويټکې ليکلي،
"کرايميا چې روس نيولې ، هلته د وسلې په ګودام کې شوي چاودنو کې يرغلګرو او غلو ته لوي ځاني زيان رسېدلی، دغه سيمه د پوځ نه د خالي کولو کار روان دی"
نوموړي مېخاېلو په دغه ټويټکې د روس پوځ د يرغل او غلو ډاکوانو په نوم ياد کړی.
روسي چارواکي وايي دغلته لګيدلي اوورونو يو بجلي ګر او دبجلۍ تارونو ته زيآن رسولی او د رېل پټړۍ او ځينې اولسي ودانۍ ورسره هم زيانمنې شوي دي خو چاته پکې ځاني زيان نه دی رسېدلی.
تېره هفته د کرايميا په ساکي هوايي مرکز کې د شوو چاودنو علت روس د بارودو چاودلو حادثه يادوي خو ځينې امريکايي خبري ادارې د يوکرېن د پوځي چارواکو په حواله ليکلي چې دغه چاودنې يوکرېن ترسره کړې وې.
هر څه که په يوکرېن کې جګړه توده ده خو د دغې جنګ تاو د ګردې نړۍ غريبو ملکونو ته هم رسي، ولې چې يوکرېن دنړۍ نزدې ۴۰۰ ميلينه خلکو ته غله ورکوي، او ديوکرېن دجنګ دلاسه د يوکرېن په ميلينونو ټنه غنم او نوره غله بنده پاتې ده چې په وروستيو کې د ملګرو ملتونو په مينځ ګړي توب د روس او يوکرېن ترمينځ د غلې د صادراتو لوظنامه شوې او نړۍ ته د يوکرېن سمندري جهازونو کې غله روانه ده.
د امريکې خارجه وزير اېنتوني بلنکن د غې غلې رسد يقيني کولود پاره يوکرېن ته ۶۸ ميلينه ډالرې ورکړې چې د يوکرېن ۱۵۰ مېټرک ټنه غنم به ورسره په حفاظت نړۍ ته يوړل شي.
بلخوا د ملګرو ملتونو جنرل سېکټري اېنتونيو ګوټرېش به صبا له د يوکرېن صدر ذيلنسکي او د ترکي صدر سره ملاقات کوي او بيا به ساحلي ښار اوډيسا ته ځي چې هلته د ملګرو ملتونو په مينځ ګړيتوب د روس او يوکرېن ترمينځ دغلې د برامد کولو د تړون وروسته پخپله د غلې د لېګلو عمل جاج واخلي، چې ورسره به نړۍ د خوراک د کمي نه بچ شي.