لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوکراین: د روس نه بېرته اخیستل شوو سیمو کې د تشدد مرکزونه او اجتماعي قبرونه موندل شوي


د دې نه وړاندې د اوکراین د صدر یو مرستیال ویلي د اېزیم سره نژدې د 450 کسانو مړي په یو اجتماعي قبر کې موندل شوي دي

اوکرایني ځواکونو د روسي پوځونو نه د خپل هېواد په بېرته اخیستل شوو سیمو کې د تشدد لږ تر لږه 10 مرکزونه موندلي دي. دا خبره اوکرایني چارواکو کړې ده.

د دې نه وړاندې د اوکراین د صدر یو مرستیال ویلي د اېزیم سره نژدې د 450 کسانو مړي په یو اجتماعي قبر کې موندل شوي دي.

د خارکیف سیمې اېزیم ښار روسي ځواکونو د څه وخت دپاره نیولی و خو تېره هفته د اوکراین ځواکونه به ځوابي حمله کې بېرته ونیولو.

د اوکراین د صدر مرستیال مېخالو پودولېیاک وویل په ډیرو اجتماعي قبرونو کې یو موندل شوی دی. هغه زیاته کړه په مقبوضه علاقو کې ترهګري، تشدد، اذیت او د قتلا د تېرو څو میاشتو راهسې کېدلو. متحده قومونو ویلي غواړي چې د اجتماعي قبرونو د رپورټونه د تحقیقاتو دپاره یو ډله ولېږي چې معلومه کړي چې دغه کسان څنګه وژل شوي وو.

د اوکراین صدر ولادېمیر زېلېنسکي د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ښار دوره وکړه او ويې وېل روسيان د قتل عام او د تشدد ذمه وار دي.

د اوکراین پولیس یو سیمه ایز مشر ویلي په اجتماعي قبر کې موندل شوي کسان یا په ډزو او يا په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

په اوکراین د یرغل په مهال روس ملکي کسان په هدف کولو خبره ردوي.

بلخوا د امریکې صدر جوبایډن اوکراین سره د 600 مېلین ډالرو نور امداد اعلان کړی دی.

وایټ هاوس ویلي اوکراین سره د تازه پوځي مرستې دپاره صدر بایډن هغه صدارتي اختیار استعمال کړی چې ترمخه یې د امریکي صدر د هېواد اضافه وسله بل ملک ته ورکولی شي.

د جنورۍ په 24 نېټه په اوکراین د روس د یرغل راهسې امریکې اوکراین سره د 15.1 بېلین ډالرو مالیت پوځي امداد کړی دی.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي، ای اېف پی او روېټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي


XS
SM
MD
LG