لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکران صدر د يورپین یونین مشرانو سره د روس په ضد په نورو بندیزونو خبرې وکړې


د يورپين یونین د مشرانو ترڅنګ، صدر زېلېنسکي خبري غونډې ته وویل په روس د يورپي ملکونو د نورو بندیزونو هدف دا پکار دی چې روس خپل پوځي صلاحیت بیا جوړ نه کړی شي
د يورپين یونین د مشرانو ترڅنګ، صدر زېلېنسکي خبري غونډې ته وویل په روس د يورپي ملکونو د نورو بندیزونو هدف دا پکار دی چې روس خپل پوځي صلاحیت بیا جوړ نه کړی شي

د اوکراین صدر ولادومېر زېلېنسکي د جمعې په ورځ د یورپين یونین مشرانو سره په روس د نورو بندیزونو او په یورپين یونین یا یورپي اتحاد کې د اوکراین د شمولیت په امکاناتو خبرې وکړې.

زېلېنسکي دا ژمنه هم وکړه چې په دونباس سیمه کې د بخموت ښار د فاع دپاره به د روسي ځواکونو خلاف د لا محدود وخت پورې جنګېږي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، قام ته د صدر زېلېنسکي د روزانه شبینه وېنا سمدستي وروسته د اوکراین په سرښار کییف او په ټول ملک کې د هوايي حملې په اړه د خبرتیا سایرنونه وغږېدل خو دا معلومه نه شوه چې ایا روس تازه هوايي بریدونه وکړل او که نا؟

په 27 یورپي ملکونو مشتمل د یورپين یونین مشران اوکراین سره د ملاتړ د اظهار دپاره په داسې حال کې د جنګ ځپلي ملک دوره وکړه چې پې د روس د یرغل یو کال پوره کېدونکی دی.

روسي ځواکونو د تېر کال د فېبرورۍ د میاشت په 24 نېټه یرغل شروع کړو چې تر اوسه دوام لري. روسي چارواکي دغه یرغل د خصوصي پوځي عملیاتو په نامه هم یادوي.

د يورپين یونین د مشرانو ترڅنګ، صدر زېلېنسکي خبري غونډې ته وویل په روس د يورپي ملکونو د نورو بندیزونو هدف دا پکار دی چې روس خپل پوځي صلاحیت بیا جوړ نه کړی شي.

په دونباس سیمه کې د بخموت دپاره د جګړې په اړه زېلېنسکي وویل چې د ښار د دفاع دپاره به د لا محدود وخت پورې جنګېږي. "مونږ بخموت خپله قلعه ګڼوو."

ماسکو ویلي روسي ځواکونو بخموت محاصره کړی دی او کوښښ کوي چې د اوکرایني ځواکونو د رسد لاره ونېسي.

په اوکراین د روس د یرغل نه پس اوکراین په یورپين یونین کې د شمولیت خواست کړی دی، یورپين یونین دغه خواست منلی دی خو د اوکراین دا کوښښونه یې نه دي منلي چې په چټکتیا دې ورته رکنیت ورکړی شي.

په یو مشترکه بیان کې یورپي مشرانو وویل د روس د جارحیت خلاف به د اوکراین او د اوکرایني ولس د لا محدوده وخت پورې ملاتړ کوي.

په یورپين یونین کې شامولیت دپاره ايي یو اوکراین ته یو شمېر شرایط وړاندې کړي دي چې پکې سیاسي او اقتصادي ثبات او د یورپين یونین قوانین خپلول شامل دي.‌ روېټرز وايي په دې عمل کې کلونه لګېدلی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات د رویټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG