لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراین سفیر وايي پاکستان دې په واضحه ډول په اوکراین د روس یرغل وغندي

د پاکستان او اوکراین د دوه اړخیزه تعلق په لړ کې، دوي او ای اردو رپورټ وايي، مارکیان چوچک وویل چې ۳۰ کاله مخکې پاکستان په مشکل کې وو نو اوکراین ورته د ۳۰۰ نه زیات جنګي ټېنکونه ورکړي وو او د ټېنکونو صنعت په قیام کې یې د پاکستان مرسته کړې وه.

په پاکستان کې د اوکراین سفیر د پاکستان د حکومت نه غوښتنه کړې چې په واضحه ډول دې په اوکراین د روس یرغل وغندي او د اوکراین په معامله دې په نړیوالو کوښښونو کې شامل شي.

د وي او ای اردو څانګې سره په مرکه کې د اوکراین سفیر مارکیان چوچک وویل پاکستان دې دا هفته په متحده قومونو کې د اوکراین په اړه د قرارداد حمایت هم وکړي.

هغه وویل د اوکراین په اړه مجوزه قرارداد به د متحده قومونو جنرل اسمبلۍ ته وړاندې کولی شي او پکې به په اوکراین کې د مستقل امن، جامع او منصفانه حل غوښتنه کېږي

د وي او ای رپورټ وايي اسلام اباد د اوکراین د جنګ په اړه غیر جانبدار دریځ خپل کړی دی او د دې نه مخکې د اوکراین په اړه په متحده قومونو کې د امریکې په یو قرارداد يې په ووټونو کې برخه نه وه اخېستې.

د وي او ای اردو څانګې د رپورټ ترمخه، د اوکراین سفیر وویل پاکستان د اوکراین د خودمختارۍ، علاقايي سلامتیا حمایت خو کوي خو په اوکراین د روس د یرغل په اړه يې موقف څه قدر مبهم دی.

مارکیان چوچک غوښتنه وکړه چې پاکستان دې په واضحه توګه د روسي د جارحیت غندنه وکړي. هغه زیاته کړه د پاکستان د روس د غندنې مطلب به دا نه وي چې پاکستان د مغربي ملکونو ګوډاګی شو بلکې د یو خودمختار ملک په حېث هم پاکستان دغه فېصله کولی شي.

د پاکستان او اوکراین د دوه اړخیزه تعلق په لړ کې، دوي او ای اردو رپورټ وايي، مارکیان چوچک وویل چې ۳۰ کاله مخکې پاکستان په مشکل کې وو نو اوکراین ورته د ۳۰۰ نه زیات جنګي ټېنکونه ورکړي وو او د ټېنکونو صنعت په قیام کې یې د پاکستان مرسته کړې وه.

سفیر وویل اوس اوکراین په مشکل کې دی او مدد ته ضرورت لري.

یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای اردو څانګې د رپورټ نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG