لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دا رېښتیا دي چې اوکراین د روس پر ضد جګړې لپاره پاکستانیان جلب کوي؟


د وي او ای اردو څانګې په رپورټ کې وېل شوي چې د روس خلاف رضاکارانو د بهرتي کولو دپاره اوکراېن "فایټ فار اوکراېن" نومې وېب سایټ هم جوړ کړی دی چې پکې د پاکستان په شمول د 54 ملکونو نومونه شامل دي
د وي او ای اردو څانګې په رپورټ کې وېل شوي چې د روس خلاف رضاکارانو د بهرتي کولو دپاره اوکراېن "فایټ فار اوکراېن" نومې وېب سایټ هم جوړ کړی دی چې پکې د پاکستان په شمول د 54 ملکونو نومونه شامل دي

ایا په رېښتیا اوکراین د روس پر ضد پاکستانیان جلب کوي؟ د وي او ای ډیوه دې پوښتنې ته په ځواب کې په اسلام اباد کې د اوکراین د سفارت وياندې اولینا بورډلوسکا ويلي، “پاکستانیان نا، دا د هر هېواد خپله خوښه ده.”

په وټس اېپ باندې ورکړل شوي ځواب کې د سفارت ویاندې زیاته کړه چې فکر نه کوي چې د پاکستان نه ډیر خلک اوکراېن ته تللی شي ځکه چې پاکستانیان به وېزې او د پاکستان د حکومت نه خصوصي اجازت ته اړتیا لري.

اولینا سره د وي او ای ډیوه د رابطې نه وړاندې د وي اوای اردو څانګې خپل رپورټ کې ویلي وو اوکراېن د غواړي چې پاکستاني رضاکار په اوکراېن کې د روس په ضد وجنګېږي خو د اردو څانګې په رپورټ کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید دغه خبرونه بې بنیاده بللي وو او ویلي یې وو چې اوکراېن ته د پاکستانیانو د بهرتي کولو اجازت نه دی ورکړی شوی.

د وي او ای د اردو څانګې په رپورټ کې وېل شوي چې په اسلام اباد کې د اوکراېن د سفارتخانې ترجمان اولینا بورډلوسکا وي او ای ته د سفارت ته د لېږل شویو پوښتنو په ځواب کې وویل چې دا خبره درسته ده چې د روس خلاف جنګېدو دپاره اوکراېن د رضاکارانو نه درخواستونه غواړی او تر اوسه پورې یې یو شمېر خواستونه ترلاسه کړي دي.

د خواستوتو د تعداد او د پاکستان حکومت نه د اجازت په اړه د پوښتنې په ځواب کې اولینا بورډلوسکا وویل دغه معامله د اوکراېن په سفارت کې مامور دفاعي اتاثي په لاس کې ده او په دې لړ کې هغه ځواب ویلی شی.

د وي او ای اردو څانګې په رپورټ کې وېل شوي چې د روس خلاف رضاکارانو د بهرتي کولو دپاره اوکراېن "فایټ فار اوکراېن" نومې وېب سایټ هم جوړ کړی دی چې پکې د پاکستان په شمول د 54 ملکونو نومونه شامل دي.

په وېب پاڼه په دغو ملکونو کې د رابطې دپاره د سفارتخانو د ټېلې فون نمبرې او ایمېل درکونه ورکړی شوي دي. په وېب پاڼه لیکل شوي چې د رضاکارانو دپاره د اوکراېن د وېزې ضرورت ختم کړی شوی دی، رضاکارو ته به عارضي دستاوېزات ورکول کېږي او په مستقبل کې رضاکارو ته اوکراېن شهریت او د نورو مراعاتو خبره هم شوي ده.

د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د اوکراېن سفیر ویلي په اوکراېن کې جنګېدو دپاره به پاکستانیان د خپل حکومت نه اجازت او باید چې پوځي تجربه هم ولري.

د وي او ای اردو څانګې وویل اولینا بورډلوسکا سره یې په ټېلې فون د خبرو کوښښ وکړو خو ویې وېل په اوکراېن کې د کورنۍ او د ملګرو د انخلا په لړ کې د مصروفیت له امله خبرې نشي کولی.

رپورټ وايي اوکراېن ته د پاکستاني ضاکارانو د لېږل کېدو په اړه اردو څانګې د داخله چارو وزیر شېخ رشید ته هم پوښتنې لېږلې وې او د هغه وېنا وه چې اسلام اباد هېڅ چا ته اجازت نه دی ورکړی چې اوکراېن کې وجنګېږي او نه هم پاکستان دا ډول اجازت ورکولی شي.

د رپورټ ترمخه په پاکستان کې د اوکراېن د سفارت وېب پاڼه بنده کړی شوي ده خو د فایټ فار اوکراېن نومې وېب پاڼه اوس هم فعاله ده او پکې په اسلام اباد کې د اوکراېن د سفارت ټېلې فون شمېره او ایمېل ورکړی شوی دی.

سفارت د وېب پاڼې په بندېدو تبصره نه ده کړه او د پاکستان ټېلې کمیونېکېشن اتارټي پي ټي ای ویلي د سفارت د وېب پاڼې د بندولو احکامات یې د چا نه دي ترلاسه کړي.

د وي اوای رپورټ وايي د کال 2001 د "مرسېنري" یا په کرایه د جنګېدو په اړه د ملګرو ملتونو کنوېشن یا فېصله د دې خبرې ممانعت کوي چې یو غیر ملکي تن دې د پېسو دپاره په بل ملک کې د پوځي په توګه بهرتي او تربیه شي.

د هیومن رایټس کمېشن اف پاکستان چارواکي او قانون پوه حنا جیلاني وي او ای اردو څانګې ته وویل په نړیوال کچه د پېسو دپاره د جنګېدو په ضد خو قوانین موجود دي خو د رضاراکانو دپاره داسې څه قدغن نشته.

په اسلام اباد کې موجود ګڼ شمېر مغربي ملکونو د پاکستان نه غوښتلي چې په اوکراېن د روس د یرغل په سر دې د مسکو غندنه وکړي.

وزیراعظم عمران خان د یورپین یونین د سفیرانو او د ځینو نورو مغربي ملکونو د سفاراتکارانو دغه غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې امریکا او مغربي ملکونه د پاکستان سره توپيري چلند کوي.

په اوکراین د روس یرغل د شروع کېدو په مهال عمران خان د مسکو په سفر و چې د وړاندې نه ټاکل شوی و. څېړونکو د په دغه موقع مسکو ته د عمران خان په سفر تنقید کړی و.


  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG