لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چارواکي: روسي ځواکونو د اوکرایین په ډنباس او لوهانسک سیمو کې بریدونه کړي دي


د اوکراین د لوهانسک د ختیځې سیمې ګورنر یا والي، سرهي هایدای د سیورو دونیتسک د صنعتي مرکز شاوخوا وضعیت ډیر ستونزمن وباله او ویې ویل چې د دې سیمې په بهر کې لا د مخه جګړه روانه وه
د اوکراین د لوهانسک د ختیځې سیمې ګورنر یا والي، سرهي هایدای د سیورو دونیتسک د صنعتي مرکز شاوخوا وضعیت ډیر ستونزمن وباله او ویې ویل چې د دې سیمې په بهر کې لا د مخه جګړه روانه وه

د اوکرایین چارواکي وايي، روسي پوځونو د دې هېواد په ختیځ ډنباس او لوهانسک سیمو کې پر ګڼ شمېر ښارګوټو بریدونه کړي دي.

په وروستیو اونیو کې جګړه د روسیې ختیځ ډنباس سیمه کې متمرکزه ده چیرې چې روسیه هڅه کوي د زیلینسکي په نسکورولو یا د کییف په نیولو کې له یو پړاو ناکامۍ وروسته کنټرول ترلاسه کړي.

د اوکراین د لوهانسک د ختیځې سیمې ګورنر یا والي، سرهي هایدای د سیورو دونیتسک د صنعتي مرکز شاوخوا وضعیت ډیر ستونزمن وباله او ویې ویل چې د دې سیمې په بهر کې لا د مخه جګړه روانه وه.

هغه وویل، روسي پوځیان دومره پرمختللي دي چې کولای شي پر ښار د هاوانونو ډزې وکړي.

رویټرز راپور ورکوي چې روسي پلوه بیلتون غوښتونکو مشر په دونیتسک سیمه کې د پنجشنبې یا زیارت په ورځ د اوکراین په ختیځ کې د ډنباس په سیمه کې د پوځي عملیاتو د ګړندي کولو غوښتنه وکړه.

د الجزیرې د راپور له مخه چې د روسیې د یرغل له پیل راهیسې په دونیتسک سیمه کې لږ تر لږه ۴۳۱ ملکیان وژل شوي او ۱،۱۶۸ نور ټپیان شوي دي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوټین په خپل هېواد کې یو حکم صادر کړ چې د خرسون او زاپورزیهیا خلکو ته به د روسیې تابعیت په چټکۍ سره ورکړي.

په ډنباس کې د اوسیدونکو خلکو لپاره د روسیې د تابعیت ګړندي کولو لپاره دمخه لا یو پروګرام شتون لري.

اخوا اسوشېټیډ پرېس راپور وايي چې د G-7 چارواکي په برلین کې غونډه کوي ترڅو په اوکراین کې د روسیې د جګړې له امله د انرژۍ یا توانایۍ اوسني بحران سره مبارزه وکړي.

بل لور ته د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي د پنجشنبې یا زیارت په ورځ رویټرز خبري ادارې ته وویل چې انقره له مسکو او کییف سره په خبرو بوخته ده چې له اوکراین څخه د غلو دانو د صادراتو لپاره د ترکیې له لارې یو دهلیز پرانیزي.

د اوکراین د تور سمندرګي بندرونه د فبرورۍ په میاشت کې د روسیې له یرغل راهیسې تړل شوي او له 20 میلیون ټنو څخه ډیر غله په سیلو کې بنده پاتې ده. روسیه او اوکراین د نړۍ د غنمو د اکمالاتو نږدې درییمه برخه جوړوي او له اوکراین څخه د صادراتو کمښت د نړۍ د خوراکي توکو د مخ پر ودې بحران سبب ګرځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG