لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د یو کرېن صدر: روس "ترهګر ریاست" دی


د ای اېف پي خبري ادارې په دې تصویر کې چې د اوکراین د صدر دفتر جاري کړی صدر ‌ذلېسنکي په کییف کې د امریکايي ادا کار شان پېن سره ويني
د ای اېف پي خبري ادارې په دې تصویر کې چې د اوکراین د صدر دفتر جاري کړی صدر ‌ذلېسنکي په کییف کې د امریکايي ادا کار شان پېن سره ويني

د يوکرېن صدر ولاديمير ذېلنسکي د نهې، سه شنبې، په ورځ‌ روس د يو "ترهګر ریاست" په نومه ياد کړو او د مګرو ملتونو نه يې غوښتنه وکړه چې په کرېمن چک ښار کې په يو مارکېټ د روس د ميزایلو د حملې تحقيقات دې وکړي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه نوموړي د ملګرو ملتونو د امنيتي شورا د غړو نه وپوښتل،"څوک د دې خبرې سره متفق نه دي چې دغه ترهګري نه ده؟"

نوموړي دغه غبرګون د ګل په ورځ د روس لخوا په يو شاپنګ مال د خونړي ميزايلي بريد په ځواب کې ښودلی چې پکې ۱۸ عام ملکي وګړي‌ وژل شوي دي.

ښاغلي ذېلنسکي ووېل،‌ په نوره نړۍ کې چې څوک هم بې ګناه ملکي‌ وګړي ‌وژني هغوي ترهګر ګڼل کېږي نو په دغسې خونړي بريدونو دې روس ته هم ترهګر رياست و وېل شي او نړۍ دې ورسره د ترهګرۍ په سر حساب وکړي.

خو په امنيتي شورا کې د روس استازي ډي مېتري پوليانسکي دغه تورونه رد کړي چې روس په شاپنګ مال بريد کړی. هغه وویل روس په دې جنګ کې داسې وسله کاروي چې پخپل هدف برابر لګي.

د ملګرو ملتونو په امنيتي شورا کې روس يو مستقل غړی دی. د يوکرېن صدر ذېلنسکي ته په اخيري وخت کې د تقرير موقع په ورکولو د روس استازي د شورا د غونډې نه احتجاج وکړو. روسي استازي وپوښتل چې ولې د دوی د مشورې نه بغېر د يوکرېن صدر ته د وېنا اجازت ورکړی شو؟

د روس مرستيال سفير ډي مېتري پوليانسکي د اجتجاج په وخت وویل ‌د يوکرېن صدر ذېلنسکي ته د تقرير موقه ځکه ورکړې شوه چې د نړۍ خواخوږي تر لاسه کړي او په مېډرډ کې د ناټو د روانې غونډې په وخت ورله نوره وسله ورکړی شي.

د سپېن په پاېتخت مېډرډ کې د ناټو اېتلاف غونډه روانه ده چې په شروع کې يې ترکي د فنلېنډ او سويډن په ناټو اېتلاف کې د شاملېدلو په سر خپل اعتراضونه بېرته اخیستي او په نېټو کې د دواړو ملکونو د شاملېدو ملاتړ يې څرګند کړی دی.

د ناټو جنرل سېکټري ين سټولټن برګ غونډې ته ويلي،"صدر پوټن د ناټو دروازې بندلو کې ناکامه شوی، هغه ناټو کمول غوښتل خو اوس پکې فېنلېنډ او سويډن هم شاملېږي چې ناټو به نوره خوره شي"

ښاغلي سټولټن برګ د يوکرېن صدر ذېلنسکي ته ډاډ ورکړو چې ناټو به ورسره کلک ملاتړ کوي.

نوموړي وویل غربي پوځي اتحاد اووه چنده زيات شوی او شمېره يې د ۴۰۰۰۰ نه ۳۰۰۰۰۰ ته رسېدلې ده.

د دغې غونډې اېجنډه د ناټو اېتلاف ته د روس او چين لخوا د ورپېښو چېلنجونو مخه نيول دي.

د امريکې صدر جوباېډن غونډې ته پخپله وېنا کې ويلي، "زه نن په يورپ کې خپل پوځونو نور زياتولو اعلان کوم، د دې کال په شرو کې مونږه يورپ ته نور ۲۰۰۰۰ پوځيان استولي چې دغلته د بدليدونکي امنيتي چېلنجونو مخه اونيسي، دې سره په يورپ کې زمونږه د پوځيانو شمېره يو لاک ته رسېدلې ده"

صدر باېډن اوېل امريکا د سپېن سمندر ته خپله جنګي بېړۍ هم استوي او پولېنډ او رومانيه ته نور پوځيان هم ليږي چې د روس لخوا د ممکنه بريدونو مخه ونيسي.

د ناټو په غونډه کې په روس د نورو بنديزونو او د يوکرېن د پاره د نورپوځي ملاتړ غوښتنې وشوې.

یادونه: د دې خبرې ځینې معلومات د ای پي او د رویټرز خبري ادارو نه اخیستل شوي دي



بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG