لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اوکراېن ولسمشر ویلي صدر پوټين سره په مستقیم ډول خبرو ته تیار دی


زېلېنسکي ورلډ اکنامنک فورم ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ويډیو لېنک د لارې وویل که پوټېن په حقیقي دنیا کې وسي نو بېا د شخړې د حل ممکنه سفارتي لاره راوتلی شي
زېلېنسکي ورلډ اکنامنک فورم ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ويډیو لېنک د لارې وویل که پوټېن په حقیقي دنیا کې وسي نو بېا د شخړې د حل ممکنه سفارتي لاره راوتلی شي

د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي ویلي که چېرې د روس صدر ولادمير پوټين سره نېغ په نېغه خبرې کېږي نو هغه روس سره مذاکراتو ته تیار دی.

زېلېنسکي ورلډ اکنامنک فورم ته د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ويډیو لېنک د لارې وویل که پوټين په حقیقي دنیا کې اوسي نو بېا د شخړې د حل ممکنه سفارتي لاره راوتلی شي.

زېلېنسکي زیاته کړه چې روس سره د مزاکراتو د پاره وړومبی ګام دا کېدلی شي چې روسي ځواکونه بېرته خپلو هاغو ځایونه ته لاړ شي چې په اوکراېن د یرغل نه وړاندې موجود وو.

داسې هېڅ اشارې په نظر نه راځي چې د مذاکراتو د لارې د شخړې حل راويستلی شي، دواړه په یو بل په مزاکراتو کې د غېرسنجيدګۍ تورونه لګوي.

زېلېنسکي په دې موقع د امریکا په سکول کې د وژلي شویو ماشومانو او نورو کسانو د کورنېو سره خفګان څرګند کړو.
د امريکې د ټېکسس ریاست په یو اېلېمېنټري سکول کې د نهې یا سه شنبې، په ورځ ډزو کې د ۱۹ ماشومانو په شمول ۲۱ کسان وژل شوي دي.

په داسې حال کې چې روس په مشرقي اوکراېن کې عملياتو ته دوام ورکړی، د ولسمشر زېلېنسکي مشاور مېخاېلو پودېلیک په نړۍ غږ کړی چې په اوکراېن کې د جګړې ختمولو د پاره دې په روس فشار سېوا کړل شي.

پودېلېک زیاته کړه چې وس د یورپ د مسقبل فېصله په برسلز یا ډېوس کې نه کیږي بلکه دا د سېورودونېسک او د بخمت په مووچو کې روانه ده. او دا چې د توانايۍ بندیزونه او د وسلو رسد به د جنګ موده ټاکي.

تېره ورځ زېلېنسکي وېلی وو چې په مستقبل کې د روس د یرغل د مخنیوي د پاره پکار ده چې اوکراېن ته راکټې، ګرنېډونه، ټېنکونه، د سمندري جازونو د ويشتلو ميزاېلې او نوره وسله ورکړل شي.

امریکې وېلي چې نړيوالو سرمایه کارو ته د پور بېرته ورکولو د پاره به روس ته معافيت نه غځوي. دا معافيت نن ختميږي.

د امریکې د خزانې وزارت روس ته په عارضي توګه اجازت ورکړی و چې د امریکې د بېنکونو د لارې دغه پور بېرته ورکړل شي. اوس که دغه لاره بنديږي نو ډېر امکان دی روس په خپلو قرضو بېرته ورکولو کې دېواليه شي.

د سويډن او فېنلېنډ استازي د ترکیې د چارواکو سره د خبرو د پاره انقره ته رسېدلي دي. دا دواړه هېوادونه د نېټو غړيتوب ترلاسه کول غواړي، د کوم چې ترکیه مخالفت کوي.

ترکیه تور لګووي چې دغه دواړو هېوادونو د کردستان ورکرز پارټۍ وسله والې ډلې او په امریکا کې مېشت د ملا فتېح الله ګولېن غړو ته پناه ورکړی ده.

د نېټو د غړيتوب ترلاسه کولو د پاره لازمه ده چې د دې اتحاد ټول موجوده غړي د دې منظوري ورکړي. د نېټو سېکټري جنرل جېنز سټالټن برګ ویلي دي چې دا اعتراضات به هوار کړل شي او فېنلېنډ او سويډن به زر د اېتلاف برخه جوړ شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG