لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر غني: د م.م امنیت شورا پلاوي ته مو وویل ترهگرۍ د مخنیوي په اړه په پاکستان فشار زیات کړئ


افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره لیدلي
افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره لیدلي

افغان ولسمشر اشرف غني او اجراییه رییس عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره لیدلي او غوښتنه یې ځنې کړې چې په دې هېواد کې د امنیت په ټینګښت کې پر پاکستان فشار زیات کړي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دغه ۱۵ کسیز پلاوی دوې ورځې وړاندې کابل ته تللی وو چې په دې هېواد کې امنیتي حالات له نیژدې وڅاري او نن دوشنبه بیرته امریکې ته روان شوی دی.

افغان حکومت د امنیت شورا پلاوي ته یې په أفغانستان کې د فعالو ترهګرو د پټو پناه ځایانو او د هغوی د ملاتړو په اړه کره شواهد وسپارل، هغوی دا ستونځه د سیمې د امنیت لپاره سنجیده وګڼله او باور یې ورکړ، چې دې موضوع ته به په دوامداره توګه پاملرنه وکړي.

د ولسمشر اشرف غني له دفتره خپره شوې اعلامیه وایي، چې هغه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پلاوي سره په ارګ کې ولیدل او هغوی ته یې وویل حکومت یې هڅه وکړه چې له پاکستان سره اړیکې ښې کړي او د امنیت په ټینګښت کې یې همکاري تر لاسه کړي، خو مثبته نتیجه یې ور نه کړه. د ارګ اعلامیه وایی:

"داړو طرفونو دافغانستان او سیمې پر امنیتي حالاتو، سیمه ییزو همکاریو، ترهګرۍ، اداري فساد [رشوت]، د نشه يي توکو له کښت او قاچاق سره پر مبارزې، د سولې د خبرو اترو پر چټکتیا، په امنیتي او پرمختیايي چارو کې د ملګرو ملتونو پر رول خبرې وشوې."

اعلامیه وایي په دې لیدنه کې ولسمشر غني د داعش په ګډون د نورو ترهګرو ډلو د فعالیتونو، روزنې او د هغوی د ملاتړ په اړه د شواهدو اسناد هم د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوي ته وسپارل شول او له هغوی غوښتنه وشوه، چې په افغانستان کې د دایمي امن لپاره دې پر پاکستان فشار واچول شي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ۱۵ کسیز پلاوي کې په ملګرو ملتونو کې د قزاقستان د سفیر خیرت عمروف او د امریکې د سفیرې نیکي هیلي په شمول د چین، برتانیې، روس، فرانس، سویډن، پولېنډ، بولیویا، کویت، هالېنډ، پیرو، استوايي ګینه او عاج ساحل استازي شامل وو. په ملګرو ملتونو کې د امریکې استازې نیکي هیلي له ولسمشر غني سره په لیدنه کې په دې هېواد کې امن د سیمې لپاره ډېر ضروري بللی:

"امریکه له افغان ولس سره د امن او پرمختګ په برخه کې ګډ کار کوي، موږ غواړو په افغانستان کې ریښتینی پرمختګ او اصلاحات ووینو او په دې توګه له دې هېواد سره له خپلې همکارۍ ډاډمن شو."

د ملګرو ملتونو د پلاوي مشر د قزاقستان استازي خیرت عمروف هم له أفغان چارواکو سره په لیدنه کې د امن او روغې جوړې په برخه کې د هغوی اندېښنې پر ځای ګڼلي او ډاډ یې ورکړی چې په ملګرو ملتونو کې به دغه ستونځې را برسېره کړي. ښاغلي عمروف ویلي:

""ملګري ملتونه په افغانستان کې د سولې، ارامۍ او پرمختګ لپاره د افغان حکومت او ولس د نظر ملاتړ کوي."

ښاغلي عمروف تر خپل سفر مخکې په نیویارک کې له رسنیو سره په خبرو کې ویلي وو، افغانستان ته د سفر هدف یې دا دی، چې د افغانانو هیلې او غوښتنې له نیژدې واوري.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی په داسې حال کې افغانستان ته سفر کوي، چې په دې وروستیو کې د ترهګرو د ملاتړ په تور امریکا له پاکستان سره خپلې ټولې پوځي مرستې ځنډولې دي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی په ۲۰۱۰م کال کې أفغانستان ته تللی وو او اوس یې اووه کاله وروسته د أفغان حکومت په غوښتنه افغانستان ته سفر وکړ چې په دې هېواد کې د روانو حالاتو تر څارنې وروسته د دوشنبې په ورځ بیرته نیویارک ته روان شو.

ټاکل شوې وه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی به په روانه میاشت کې پاکستان ته هم سفر وکړي، خو تر اوسه څرګنده نه ده چې دا پلاوی به کله اسلام اباد ته سفر وکړي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG