ملگرو ملتونو ویلي په افغانستان کې سږ کال ٩٣ امدادي کارکونکي تښتول شوي دي او په جنگ ځپلې هیواد کې امدادي کارکونکو دپاره په خطر کې اضافه شوي ده.
ادارې ویلي په افغانستان کې خطرات په داسې مهال زیات شوي دي چې د هیواد په میلینونو خلک په بیړنۍ توگه ژوند ژغورونکې امداد ته اړتیا لري.
په کابل کې د ملگرو ملتونو د بیړنۍ مرستې رابطه کار سټفین او براین خبریالانو ته وویل د امداد کارکونکو په نخښه کیدو ډیر اندیښمن دی ځکه چې په کال ٢٠١٦ کې ٩٣ همکاران يي تښتول شوي دي. ښاغلي او براین د شورو یا چارشنبې، په ورځ افغانستان ته د خپلې دورې په ختمیدو خبریالانو سره خبرې اترې کولې.
سټیفن او براین د افغانستان په شخړه کې ښکیل ټولو فریقینو غږ وکړو چې د نړي والو بشري قوانینو دې احترام وکړي او د امدادي کارکونکو او ملکي کسانو تحفظ دې یقیني کړي.
د ملگرو ملتونو چارواکو د هغه خلکو د قامیت په اړه څه معلومات وړاندې نه کړل چې د هغه په وینا سږ کال د شورو راهسې تښتول شوي دي.
سټیفن او براین په نړي والو مرسته کونکو هم غږ وکړو چې د یو میلین هغه خلکو دپاره دې په کومک کې اضافه وکړي چې د سږ کال تر اخیره پورې د افغانستان دننه او یا خارج کې په ممکنه توگه بې کوره کیدی شي. هغه زیاته کړه په راتلونکو شپږو میاشتو کې د بې کوره شوو خلکو د ژوند ژغورنې دپاره ١٥٠ میلینه ډالرو ته په بیړنۍ توگه ضرورت لري.
سټیفن او براین وویل ٥٠٠٠ افغانان هره ورځ د پاکستان نه خپل هیواد ته ستنیږي چې امدادي کارکونکو ته د هغوي په ضرورتونو پوره کولو کې مشکلات راولاړوي.