لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه: په افغانستان کې په مېرمنو تشدد کونکي سزا سره نه مخ کیږي


د ملگرو ملتونو رپورټ په افغان مامورینو غږ کړی چې په مېرمنو د تشدد پېښې دې په مکمل توگه څېړي او ککړو خلکو ته دې سزاگانې یقیني کړي. رپورټ دا هم وايي چې په زور د جینکو ودونه او زیانمن دودونه دې هم د مېرمنو خلاف د تشدد په جرمونه کې شامل کړی شي
د ملگرو ملتونو رپورټ په افغان مامورینو غږ کړی چې په مېرمنو د تشدد پېښې دې په مکمل توگه څېړي او ککړو خلکو ته دې سزاگانې یقیني کړي. رپورټ دا هم وايي چې په زور د جینکو ودونه او زیانمن دودونه دې هم د مېرمنو خلاف د تشدد په جرمونه کې شامل کړی شي

ملگری ملتونه وايي په افغانستان کې مېرمنې د تشدد سره مخ کیږي، انصاف ته رسايي نلري او په مېرمنو تشدد کونکي زیاتره د سزا څخه بچ پاتې کیږي.

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو ادارې او په افغانستان کې د ملگرو ملتونو دفتر یوناما په جنیوا کې یو شریک رپورټ شائع کړو چې پکې د کال ٢٠١٥ م او د کال ٢٠١٧ په منځه موده کې په مېرمنو د ٢٣٧ پېښو ته کتنه شوي ده. په دغه پېښو کې د کال ٢٠١٦ او د کال ٢٠١٧ م ترمنځ د قتل او د غیرت په نوم د وژنو ٢٨٠ پېښې شاملې دي.

د ملگرو ملتونو د انساني حقونو ترجمانې لیز تروسېل د تر ټولو زیاته د اندېښنې خبره دا ده چې په مېرمنو د تشدد قضيي زیاتره علما، جرگې او ځايي شوراگانې حل کوي.

تروسیل وايي د تشویش خبره دا ده چې د مېرمنو خلاف تشدد او د غیرت په نوم قتل کونکي د سزاگانو نه بچ پاتې کیږي، سره ددې چې افغان حکومت داسې قسمه کارونه جرم ټاکلې دي خو بیا هم د تشدد سره مخ مېرمنې په دې مجبوره کړی شي چې صلح وکړي او دا رنگ تشدد کونکی عدالت ته وړاندې نشي.

په افغانستان کې د مېرمنو خلاف د تشدد، جنسي تېري او د غیرت په نوم د قتلونو په اړه کره معلومات ترلاسه کول مشکل کار دی. د افغانستان د انساني حقونو خپلواکه کمیشن وايي په کال ٢٠١٦ م کې یې په ښځو د تشدد ٥٥٧٥ کیسونو تحقیقات کړې دي. خو کمیشن زیاتوي دا شمیرې کره ځکه نشي کیدی چی د تشدد زیاتره پېښې نه رپورټ کیږي او مخې ته رانشي.

تروسېل وايي کله چې راضي نامه کیږي نو د تشدد سره مخ مېرمن انصاف ترلاسه نکړی شي.

مېرمن تروسیل وايي کله چې د تشدد سره مخ مېرمن راضې نامې ته مجبوره کړی شي نو ددې دلارې د منځگړیتوب عمل عادي کار جوړ شي او دا امکان پیدا شي چې دغه رنگ پیښه بیا هم کیدلی شي.

د ملگرو ملتونو رپورټ په افغان مامورینو غږ کړی چې په مېرمنو د تشدد پېښې دې په مکمل توگه څېړي او ککړو خلکو ته دې سزاگانې یقیني کړي. رپورټ دا هم وايي چې په زور د جینکو ودونه او زیانمن دودونه دې هم د مېرمنو خلاف د تشدد په جرمونه کې شامل کړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG