لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگرو ملتونو په افغانستان کې د ملکي خلکو په مرگ ژوبله تشویش څرگند کړی


د یوناما بیان وویل د سپټمبر د میاشت په ١٧ نېټه طالبانو په پروان ولایت کې په انتخابي جلسه د ځانمرگي حملې ذمه واري ومنله. په حمله کې ٣٠ ملکي کسان ووژل شو او ٥١ زخمیان شول
د یوناما بیان وویل د سپټمبر د میاشت په ١٧ نېټه طالبانو په پروان ولایت کې په انتخابي جلسه د ځانمرگي حملې ذمه واري ومنله. په حمله کې ٣٠ ملکي کسان ووژل شو او ٥١ زخمیان شول

په افغانستان کې د ملگرو ملتونو ادارې، یوناما، اندېښمني څرگنده کړې چې په هیواد کې د ملکي خلکو په تلفاتو کې اضافه شوې ده. ادارې په جنگ کې ښکېلو فریقېنو غږ وکړو چې د عامو افغانانو تحفظ دې یقیني کړي.

په کابل کې د یوناما مشر تداميچي یماموتو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل په ورستیو ورځو کې د افغانستان په جنگ کې ښکېلو فریقېنو د ملکي خلکو ژوند ته هیڅ ارزښت نه دی څرگند کړی چې ډیره "غمجنه" خبره ده. "په افغانستان کې د ملکي کسانو تحفظ پکار دی."

د یوناما بیان وویل د سپټمبر د میاشت په ١٧ نېټه طالبانو په پروان ولایت کې په انتخابي جلسه د ځانمرگي حملې ذمه واري ومنله. په حمله کې ٣٠ ملکي کسان ووژل شو او ٥١ زخمیان شول.

د یوناما ترمخه، د پروان د حملې نه دوه ورځې وروسته په زابل ولایت کې د طالبانو حملې ٢٥ ملکي کسان ووژل. بیان وویل د زابل حمله کې په ټرک کې پرځای لوې بم چلول شوی و چې له امله یې نژدې هسپتال کې د صحت کارکونکو او مریضانو ته تلفات واوړېدل.

یوناما وویل د یو شمیر باوري رپورټونو ترمخه په ننگرهار او هلمند ولایتونو کې د سپټمبر په ١٩ او ٢٢ د امریکايي ځواکونو په هوايي بمباریو کې په لویه شمېره کې ملکي کسان ژوبل شوي او وژل شوې دي.

د ملگرو ملتونو ادارې ووېل د یوناما لومړۍ پلټنې ښيي چې په ننگرهار ولایت کې په هوايي بمبارۍ کې لږ تر لږه ١٦ ملکي کسان ووژل شو او ١٢ نور زخمیان شول. په ننگرهار کې امریکايي او افغان عسکرو د امریکايي هوايي ځواکونو په ملاتړ ځمکني عملیات کول او د وی خپل ابتدايي تحقیقات څرگندوي چې ٢٠ ملکي کسان وژل شوي او گڼ شمیر نور زخمیان شوې دي. په تلفاتو کې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي.

امریکايي ځواکونو ویلي د ننگرهار د پېښې پلټنې یې پېل کړې دي او د افغانستان د دفاع وزارت ویلي په هلمند کې د عملیاتو هدف د القاعده وسله والو وو.

یوناما وویل د افغانستان په جنگ کې ښکېل فریقېن دې ملکي کسان د زیان نه محفوظ ساتلو دپاره گامونه پورته کړي او د هغه حملو دې په بې طرفه، شفافه او موثره توگه تحقیقات شوی چې پکې ملکي کسانو ته تلفات اوړي.

تدامیچي یماموتو وویل د افغانستان د مسلې حل د امن په مذاکراتو کې دی.

یوناما د وژل شویو ملکي کورنیو سره عمرازي وکړه او د زخمیانو دپاره یې د زر ښه کېدو هېله څرگنده کړه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG