لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

متحده قومونو د سېلابونو وروسته د بیا رغونې په لړ کې پاکستان سره د مرستې غوښتنه کړې


تېر کال د جون نه تر د اګست د میاشت پورې په سېلابونو کې په پاکستان کې د  1700 نه زیات کسان مړه شوي، د دوو مېلین نه زیات کسان بې کوره شوي وو، فصلونه او د بنیادي سهولتونو اډانې ته يې په پراخه کچه نقصان رسوولی دی
تېر کال د جون نه تر د اګست د میاشت پورې په سېلابونو کې په پاکستان کې د  1700 نه زیات کسان مړه شوي، د دوو مېلین نه زیات کسان بې کوره شوي وو، فصلونه او د بنیادي سهولتونو اډانې ته يې په پراخه کچه نقصان رسوولی دی

په پاکستان د موسمي بدلون د اثراتو په اړه د نړیوالې غونډې نه وړاندې متحده قومونو او پاکستاني چارواکو د تېر کال د سېلابونو وروسته د بیا رغونې دپاره پاکستان سره د مرستې غوښتنه کړې ده.

د "انټرنېشنل کانفرنس ان کلایمېټ ريزېلینټ پاکستان" عنوان دلاندې نړیواله غونډه اینده هفته په جنیوا کې کېدونکي ده.

د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف او د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس به د کانفرس د مشترکه کوربنو په حېث د اینده ګل، دوشنبې، په ورځ د غونډې پرانېسته کوي.

د وي او ای د رپورټ ترمخه په غونډه کې به د 40 ملکونو استازي شرکت کوي‌ چې پکې د ځینو ملکو سربراهان او د مالیاتي ادارو او د ترقیاتي تنظیمونو نمایندګان شامل دي.

د رپورټ ترمخه د کانفرس مقصد د پاکستان حکومت او د ولس مرسته کول دي چې د تېر کال د تباه کن سېلابونو وروسته په داسې انداز کې د بحالۍ کار ترسره کړي چې د موسمي بدلون مقابله کولی شي.

تېر کال د جون نه تر د اګست د میاشت پورې په سېلابونو کې په پاکستان کې د 1700 نه زیات کسان مړه شوي، د دوو مېلین نه زیات کسان بې کوره شوي وو، فصلونه او د بنیادي سهولتونو اډانې ته يې په پراخه کچه نقصان رسوولی دی.

په پاکستان کې د متحده قومونو د ترقیاتي پروګرام یو اېن ډوېلپمنټ پروګرام نماینده نووټ اوسټبي په پاکستان کې موسمي تباهي په نړیواله کچه په موسم کې د بدلون له امله راغلي ده. هغه وویل په پاکستان کې سېلابونه نړیواله مسله ده او پکار ده چې په نړیواله کچه یې حل راویستل شي.

په جنیوا کې د پاکستان په اړه د کېدونکي کانفرنس په باره کې اوسټبي وویل د دې غونډې منفرده خبره دا ده چې پاکستان دپاره د تباهي سمدستي وروسته مرسته متحرک کوي.

هغه د موسمي بدلون په اړه د پاکستان د وزیرې له قوله وویل چې په پاکستان کې څه کېږي دا به یوازې تر پاکستان پورې محدود نه وي بلکې اثرات به يې په نړیواله کچه محسوسېږي. هغه وویل د مسلې د حل دپاره پکار ده چې نړۍ متحده شي.

د پاکستان په خارجه وزارت کې د متحده قومونو د شعبې مشر سید حېدر شاه ویلي د سېلابونو وروسته پاکستان په بیا ابادۍ د خرچ اندازه 16.3 بېلین ډالر لګول شوي ده. هغه وویل د دغو پېسو نیما برخه به پاکستان په خپله ادا کوي او نورې پېسې به د نړیوال ملاتړ نه ترلاسه کوي.

شاه وویل د بیا رغونې په لړ کې پاکستان څلور اهداف لري چې پکې د حکومت صلاحیت زیاتول، د بحالۍ په هلو ځلو کې ټول شمولیت، د روزګار زرېعې او د صنف مسلې شاملې دي. هغه وویل دا د دریو کلونو منصوبه ده.

په جنیوا کې د پاکستان په اړه د کانفرنس منتظمین وايي د امدادي هلو ځلو نه وروسته اوس په پاکستان کې د بیا بحالۍ او د بیا رغونې کوښښونه شروع شوي دي چې د کلونو وخت به پکې لګي. د غونډې منتظمین په نړیواله کچه د همکارۍ زیاتولو په لړ کې به کانفرنس د پاکستان مرسته وکړی شي.

یادونه: د دې خبر معلومات په جنیوا کې د وي او ای خبریالې لیزان شلاین د رپورټ نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG