لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په ایران غږ کړی چې په لویه شمېره کې خلکو د اعدامولو لړۍ دې ودروي


 ایران په کال ۲۰۲۴ کې ۹۰۱ کسان اعدام کړل او د کال په اخېرۍ میاشت، ډسمبر، کې ۴۰ کسان اعدام کړی شوي وو
ایران په کال ۲۰۲۴ کې ۹۰۱ کسان اعدام کړل او د کال په اخېرۍ میاشت، ډسمبر، کې ۴۰ کسان اعدام کړی شوي وو

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو مشر وولکر ټرک د نهې، سه شنبې، په ورځ په ایران کې په لویه شمېره کې د خلکو په اعدامېدلو د تشویش اظهار وکړو او غوښتنه يې وکړه چې ایران دې خلکو ته په مختلفو جرمونو د مرګ سزاګانې د ورکولو لړۍ ودروي.

ټرک په یو بیان کې وویل دا د ژورې اندېښنې وړ خبره ده چې په ایران کې کال په کال د مرګ سزاګانو شمېره زیاتېږي. هغه غوښتنه وکړه چې ایران دې دا زیاتېدونکې څپه ودروي.

ټرک د دفتر د شمېرو ترمخه، ایران په کال ۲۰۲۴ کې ۹۰۱ کسان اعدام کړل او د کال په اخېرۍ میاشت، ډسمبر، کې ۴۰ کسان اعدام کړی شوي وو.

په نږدې کلونو کې ایران په ۲۰۱۵ کې تر ټولو زیات کسان اعدام کړي وو چې شمېره يې ۹۷۲ وه. د دې وروسته په ایران کې د مرګ د سزاګانو په عملي کېدو کې کمی شوی و خو د کال ۲۰۲۲ راهسې په کې بیا اضافه شوې ده.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګې ترجمانې لېز ټروسېل وویل په جنېوا کې خبریالانو ته وویل په کال ۲۰۲۳ کې په ایران کې ۸۵۳ کسان اعدام شوي وو او په کال ۲۰۲۴ کې په دې کې اضافه وشوه او دا شمېره ۹۰۱ ته ورسېده چې د ټروسېل په قول دا د تشویش خبره ده.

د ملګرو ملتونو د دفتر د رپورټونو ترمخه په ایران کې تېر کال زیاتره کسان د نشۍ توکیو سره د تړلي الزاماتو په سر اعدام شوي دي خو د حکومت مخالفینو او په هېواد کې د کال ۲۰۲۲ د مظاهرو په سر هم ځین تنان اعدام شوي دي.

deewa
deewa


د کال ۲۰۲۲ د سېپټمبر په ۱۶ نېټه د ایران د پولیس په ولکه کې د مېرمن مهسا امیني د مرګ په سر په ایران کې احتجاجونه راپارېدلي وو. امیني د ایران پولیس په دې الزام نیولي وه چې حجاب يې په مناسب ډول نه و اغوستی.

حقایق معلومونکي نړیوال مېشن د تېر کال د مارچ په میاشت کې خپل رپورټ د ملګرو ملتونو د انساني حقونو کاونسل ته پېش کړو. په رپورټ کې وېل شوي چې د ایران د ۳۱ څخه په ۲۶ صوبو کې د په ګڼ شمېر میاشتو کې ۵۵۱ کسانو د وژل کېدو باورې شمېرې موندل شوي دي چې په کې ۴۹ ښځې او ۶۸ ماشومان شامل دي.

ټروسېل وویل تېر کال په ایران کې د ښځو د اعدام کېدو شمېرې زیاتې شوي دي. هغې ووپل په ۲۰۲۴ کې ۳۱ ښځې اعدام کړی شوي دي چې په تېرو ۱۵ کلونو کې د ټولو نه زیاته شمېره ده.
د ملګرو ملتونو د انساني حقونو د څانګې مشر ټرک غوښتنه وکړه چې ایران دې خلکو ته د مرګ سزاګانې ورکول منجمد او بالاخېر ختمې کړي. هغه زیاته کړه چې په هر صورت کې د مرګ د سزا مخالفت کوي، دا د ژوند کولو بنیادي حق خلاف ورزي ده او د بې ګناه خلکو د وژل کېدو خطر په کې پېدا کېږي.

د وي او ای د انګرېزۍ څانګې د ربورټ نه دا نه معلومېده چې ایا ایران د ملګرو ملتونو د رپورټونو په اړه څه ویلي دي او که نا؟

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG