ملګرو ملتونو د پاکستان نه د عثمان کاکړ د مړینې د پلټنو غوښتنه کړې ده
ملګرو ملتونو په پاکستان ټینګار کړی چې باید دوه کاله وړاندې په مرموزه توګه دمړ شوي پخواني سینیټر عثمان کاکړ دمړینې پلټنې وکړي. د ملګرو ملتونو دې غوښتنې په اړه د عثمان کاکړ د کورنۍ غبرګون د وي او ای دیوه خبریال حفیظ الله ستوری شېراني وړاندې کوي.