لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو افغانستان سره مرستې دپاره د ریکارډ په کچه پېنځه بېلین ډالرو امداد غوښتنه کړې


د امریکې په مشرۍ کې نړیوال ایتلاف د اګست په میاشت کې د افغانستان نه په داسې حال کې انخلا وکړه چې ای پي وايي طالبانو د واکمنېدو په وخت د ګډوډۍ منظرونه ولیدل شوو
د امریکې په مشرۍ کې نړیوال ایتلاف د اګست په میاشت کې د افغانستان نه په داسې حال کې انخلا وکړه چې ای پي وايي طالبانو د واکمنېدو په وخت د ګډوډۍ منظرونه ولیدل شوو

ملګرو ملتونو د افغانستان او د افغانستان ګاونډيو ملکونو سره د مرستي دپاره د نړیوالۍ ټولنې نه د ریکارډ کچې پېنځه ارب ډالرو مالي امداد غوښتنه کړې ده او ملګرو ملتونو خبرداری کړی چې د افغانستان نیمايي ابادي د لوږي د خطر سره مخامخ ده، په مېلینونو ماشومان د سکولونو نه بهر دي او کروندګر د کلونو وچکالۍ ځپلي دي.

افغانستان سره د مرستي په لړ کې د مالي امداد غوښتنه د ملګرو ملتونو ادارې یو اېن افس فار دي کوارډينېشن فار هیومېنېټیرین افییرز اوچا یا د بشري امداد د رابطه کارۍ دفتر او د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار د نهې، سه شنبې، په ورځ په جنېوا کې وکړو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي ملګرو ملتونو د مرستې خواست په داسې حال کې کړی چې چې د کلونو د جنګونو نه پس طالبان چې مغربي ملکونه یې په ضد جنګېدلي او اوس یې هم مخالفت کوي، د افغانستان د ثبات دپاره کوښښونه کوي.

د امریکې په مشرۍ کې نړیوال ایتلاف د اګست په میاشت کې د افغانستان نه په داسې حال کې انخلا وکړه چې ای پي وايي طالبانو د واکمنېدو په وخت د ګډوډۍ منظرونه ولیدل شوو.

اوچا وویل افغانستان د "ناورین" سره مخامخ دی او 23 مېلین افغانان چې د ملک د نیمايي ابادۍ نه زیات خلک دي، انساني امداد ته ضرورت لري. ادارې وویل د پېنځو کلونو نه د کم عمر قریباً یو مېلین ماشومان د خوراک د سخت کمي سره مخامخ کېدلی شي که چېرې مرسته ورسره ونکړی شوه.

د اوچا مشر مارټن ګرېفېتس وویل پکار ده چې کورنیو ته استوګنې په ځای کې خوراک وروسووول شي او کروندګرو ته توخم خپلو پټو ته ورسوول شي.

هغه وویل په افغانستان کې کلېنیکونو ته هرځای طبي سهولتونو د رسوولو ضرورت دی او هغه خلک تحفظ ته ضرورت لري چې خپلو سیمو ته ستنېدل غواړي.

ګرېفېتس وویل د یو ملک د بشري امداد دپاره دا تر ټولو زیاته غوښتنه ده او په 2021 کې ترلاسه کړی شوي مالي امداد نه درې چنده زیاتې پېسې دي.

د مالي امداد دپاره څلور اشاریه څلور بېلین ډالر اوچا او د دې سره تړلو ادارو دپاره او 623 مېلین ډالر د یو اېن اېچ سي ار دپاره غوښتل شوي دي چې د هغو شپږ مېلین افغانانو یا د ملک د 15 فیصد ابادۍ مرسته وکړي د ملک نه وتلي دي.

که څه هم افغانان اوس هم د ملک نه وځي خو یو اېن اېچ سي ار وايي طالبانو د واکمنېدو نه پئ 175000 افغانان ملک ته ستانه شوي دي.

د یو اېن اېچ سي ار مشر فلېپو ګرانډي وویل خلک ځکه هم ستنیږي چې حالات نسبتاً محفوظ شوي دي. هغه وویل د طالبانو او د پخواني حکومت ترمنځ جګړه ختمه شوي ده، د امنیت دپاره ځای جوړ شوی دی او پکار ده چې د دې نه ګټه واخیستل شي.

ګرانډي وویل امداد طالبانو سره د مېرمنو دحقونو، جینکو د سکولونو او د اقلیتونو د حقونو په اړه خبرو دپاره لارې خلاصوي.

ملګري ملتونه په تکرار دا خبره کوي چې افغانان د دنیا بدترین انساني ناورین سره مخامخ دي، د ملک اقتصاد غورځېدلی دی او د جینکو او مېرمنو حقونه د یرغل دلاندې دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG