لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو غوښتلي د افغانستان مالیاتي نظام دې د نسکورېدو نه بچ کړی شي


د رویټرز خبري ادارې په دې تصویر کې د کابل د پېسو د بدلولو یو بازار لیدل کېږي
د رویټرز خبري ادارې په دې تصویر کې د کابل د پېسو د بدلولو یو بازار لیدل کېږي

ملګرو ملتونو ویلي که چېرې په بېړنۍ توګه ګامونه وانه خیستل شوو نو د قرضونو د بېرته نه ادا کېدو، د پېسو د کمي او بېنکونو نه د پېسو د وېستل کېدو له امله په اینده څو میاشتو کې د افغانستان مالیاتي نظام نسکورېدلی شي.

د افغانستان د بېنکونو نظام د نسکورېدو په اړه دغه خبرداری د ملګرو ملتونو ترقیاتي ادارې یو اېن ډوېلپمنټ پروګرام یا یو اېن ډي پي وکړو.

رویټرز خبري ادارې د ګل، دوشنبې، په ورځ په خپل يو رپورټ کې وویل د افغانستان د بېنکونو نظام په اړه یو اېن ډي پي د دریو پاڼو په خپل رپورټ کې خبرداری وکړو د بېنکونو نظام نسکورېدل به د افغانستان اقتصاد دپاره لوی قیمت او د یو اېن ډي پي په قول بې انتها منفي سماجي اثرات ولري.

رویټرز وايي په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان سره زیاتره غېر ملکي امداد په سمدستي ډول ودرېدلی دی چې له امله یې د افغانستان په غورځېدو دی، د بېنکونو په نظام فشار زیات شوی دی او بېنکونو د پېسو وېستلو دپاره حد مقرر کړی دی چې دا ډول په بېنکونو کې د پېسو پنګې ختمې نشي.

یو اېن ډي پي په خپل رپور‌ټ کې وویل د افغانستان مالیاتي او د بېنکونو د ادايګۍ نظام د ګډوډۍ ښکار دی او د افغانستان پېداواري صلاحیت د ښه کولو او د بېنکونو نظام د تباهۍ نه د بچ کېدو دپاره پکار ده چې په بېړنۍ توګه ګامونه واخیستل شي. خو رویټرز وايي په افغانستان د نړوالو او یو اړخیزه پابندیو له امله د هېواد د بېنکونو نظام د بچ کولو لارې چارې موندلو کې پېچیدګۍ موجود دي.

د یو اېن ډي پي د افغانستان مشر عبدالله الدارداري رویټرز ته وویل دا خبره به یقیني کول وي چې د بېنکونو نظام د ملاتړ دلارې د طالبانو سره مرسته ونشي.

رویټرز وویل د افغانستان د بېنکونو نظام د طالبانو د واکمنېدو نه مخکې هم د خطر سره مخامخ و خو اوس افغانستان سره ترقیاتي مرستې ودرېدلي دي، د هېواد نه بهر د افغانستان اثاثې منجمد کړی شوي دي او ملګري ملتونه او نورې امدادي تنظیمونه کوښښونه کوي چې افغانستان ته نغدې پېسې ورسوي.

د افغانستان د بېنکونو نظام د بچ کولو دپاره یو اېن ډي پي یو شمېر تجویزونه وړاندې کړي دي چې پکې د لنډ مهاله او اوږد مهال وخت د پاره په مناسب مقدار کې د پېسو رسد، د قرض ضمانتونه او د قرضونو ادایګۍ د ځنډولو په شان لارې شامل دي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو راهسې د رویټزر ترمخه ملګرو ملتونو په افغانستان کې د اقتصادي بدحالۍ د رامنځته کېدو خبرداری کړی چې له امله یې ادارې ویلي افغانستان نه د کډوالۍ لړۍ شروع کېدلی شي او که چېرې د هېواد د بېنکونو نظام نسکورېږي نو په لسګونو کلونو کې به بېرته په ځای کېږي.

د یو این ډي پي رپورټ وايي که د بېنکونو نه د پېسو وېستل کېدو موجوده رجحان ته وکتل شي نو د سږ کال تر اخیره به د بېنکونو 40 فیصد پېسې ووېستل شي، بېنکونو نوي قرضونه ورکول بند کړي دي او د هغو قرضونو شرح اووه پنځوس فېصد ته رسېدلې ده چې بېرته ادایګي یې نه کېږي.

یو اېن ډي وايي کې د نه ادا کېدونکو قرضو شرح هم په دغه کچه دوام لري نو په اینده شپږو میاشتو کې به بېنکونه د بقا امکان ونلري.

رویټرز وايي په افغان اقتصاد کې د نغدو پېسو ګردش هم یوه مسله ده. افغان بېنکونو ته د نغدو ډالرو رسد بند شوی دی، د افغانستان په اقتصاد کې دا وخت څلور بېلین افغانۍ موجود دي خو د یو اېن ډي پي چارواکی وايي یوازې پېنځه لکه افغانۍ په ګردش کې دي او نورې افغانۍ خلکو د ویرې له امله محفوظ کړي دي.

یو اېن ډي پي خبرداری وکړو که چېرې په افغانستان کې د بېنکونو نظام کار پرېږدي نو هېواد به د ضرورت شیان د بهر نه په راغوښتلو کې د سختو مشکلاتو سره مخامخ شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG