لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د غزه امدادي ټرکونو په ودرولو د ملګرو ملتونو سر منشي په اسرایل نیوکې کړي


د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوټېرس د اتوار په ورځ په اسرایل نیوکې کړي چې غزه ته تلونکي امدادي ټرکونه یې ودرولي چرته چې ٫٫وحشت او لوږه د غزې خلک ځوروي٬٬ او یواځې اسرایل دغه مشکل حل کولی شي چې غزې ته نور امدادي سامان ورسیږي.

ښاغلي ګوټېرش قاهرې ته په رسیدو او د مصري چارواکو سره د لیدو په وخت ویلي، ٫٫ ځه دا خبره په ډاګه کوم. د حماس لخوا د اکتوبر په ۷مه نېټه د کرکې ډک برید او اسرایلیان تښتول هیڅ جواز نه جوړیږي.٬٬

ښاغلی ګوټېرش د اسرایل او حماس په جګړه کې د شپږو اونیو ډزبندۍ لپاره مصر ته رسیدلی او وړاندې یې زیاته کړې، ٫٫ ټولو فلسطینیانو په ګډه د سزا ورکولو هیڅ جواز نه جوړیږي.٬٬

تیره ورځ د غزه سره په پوله په رفح کراسنګ ګوټېرش ویلي غزه ته د امدادي سامانونو نه لیږل یو ٫٫ اخلاقي غصب٬٬ دی. نوموړي ویلي ٫٫ دلته د دې پولې یا کراسنګ نه مونږ مات او بې زړه خلک وینو. د لوې دروازې یو خوا ته د امدادي سامانونو ډک ټرکونه ولاړ دي او بل اړخ ته د لوږې اوږده تیاره.٬٬

نوموړي ویلي غزه ته د امدادي سامانونو لیږلو یواځینې او اسانه لار په سړکونو د امدادي سامانونو زیات ټرکونه لیږل دي. ٫٫ هره ورځ د فلسطینیانو په انساني کرامت برید په نړیواله ټولنه د باور یو بل کړکیچ رامنځ ته کوي.٬٬

انټونیو ګوټېرش په مصر کې دغه خبرې په داسې وخت کړي چې په غزه کې د اتوار په ورځ سخته جګړه شوې. اسرایل د امریکا نیوکو پرته او په قطر کې د ډزبندۍ لپاره روانو خبرو اترو تر څنګ رفح ته جګړه غځولې. خو اسرایل لا هم د غزه جنوبي برخو ته مکمل جنګ نه دی غځولی.

د اسرایل د جګړې یو شمېر پلان جوړونکي چې پکې د دفاع وزیر هم شامل دی، روانه اونۍ د امریکايي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره واشنګټن ته روان شوي. امریکايي چارواکي هڅې کوي په یو داسې ځاې کې نوره بشر وژنه ودروي چرته چې د یو مېلین (لس لکو) نه زیات خلک په عارضي کېمپونو کې ژوند کوي.

واشنګټن په ډاګه کړې چې په رفح د یو داسې برید مرسته به نه کوي چې پکې د عامو وګړو د خوندي ساتلو پلان نه وي، خو تر اوسه اسرایل دا نه دي ویلي چې دوي به عام فلسطینیان کوم ځاې ته لیږي. دغلته زیاتره کډوال د اسرایل لخوا په شمالي غزه کې د بریدو په وخت د اسرایل په وینا لیږل شوي وو.

د اسرایل وزیراعظم بنجمن نیتن یاهو بیا د امریکا دغه خبره رد کړې او زیاته کړې یې ده ٫٫ رفح ته د ورتلو پرته او هلته د حماس ډلې د وسله والو ختمولو پرته حماس ته د ماتې ورکولو بله کومه لار نشته.٬٬

اسرایلي مشر د جمعې په ورځ د امریکا خارجه چارو سېکتر انټني بلنکن سره د لیدو په وخت ویلي، ٫٫ ځه هیله لرم چې مونږ به دغه د امریکا په مرسته وکړو، خو که حاجت شو مونږ دغه کار یواځې هم کولی شو.٬٬

په غزه کې د حماس لخوا چلیدونکې د صحت وزارت ویلي تیره ورځ نور ۸۴ کسان وژل شوي چې په دغه جنګ کې د وژل شوي کسانو شمېره ۳۲۲۲۶ ته رسېدلې. په دغه شمېره کې د اسرایل لخوا وژل شوي د حماس جنګیالي هم شامل دي.

د اسرایل او حماس تر منځه جګړه د اکتوبر په ۷مه نیټه د حماس وسله والو لخوا په اسرایل د خونړي برید وروسته شورو شوې. کله چې حماس وسله والو په یو ناڅافي برید کې د ۱۲۰۰ اسرایل ووژل او ۲۵۰ نور یې وتښتول. په تښتول شوو کې لا هم د ۱۰۰ پورې اسرایل لا هم د حماس په ولقه کې دي.

د دې خبر ځیني معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس خبري ادارې، راېټرز او ای اېف پي نه اخستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG