لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر وايي په نړیواله سطح د زیاتېدونکو اختلافاتو په سبب د شخړو خطرات زیات شوي


ګوېټېرېس د جي ټونټي تنظیم د سر مشرانو د غونډې په لړ کې د هندوستان سرښار نوي دلي کې و
ګوېټېرېس د جي ټونټي تنظیم د سر مشرانو د غونډې په لړ کې د هندوستان سرښار نوي دلي کې و

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د جمعې په ورځ خبرداری وکړو چې د دنیا په سطح د ملکونو ترمنځ اختلافات مخ په زیاتېدو دي چې له امله یې د تقسیم او د تباهۍ نه د ډکو شخړو خطرات هم زیات شوي دي.

ګوټېرېس چې د جي ټونټي تنظیم د سر مشرانو د غونډې په لړ کې د هندوستان سرښار نوي دلي کې و، خبریالانو ته یې وویل د نوي دلي د غونډې دا عنوان "یو ځمکه، یوه کورنۍ او یو مستقبل"، يوه خیالي نظریه نه ده بلکې دا د موجوده حالاتو عکاسي کوي.

ګوټېرېس وویل که نړیواله ټولنه په حقیقت کې یوه کورنۍ ده نو دا غیر فعاله شوي ده."تقسیمونه زیاتېږي، تاوتریخوالی لمبه کېږي او اعتماد کمېږي."

د ګوټېرېس په قول د دغو عوامل په سبب اختلافات زیاتېږي چې په نتیجه کې یې بالاخېر شخړې شروع شي.
هغه زیاته کړه چې په ښو وختونو کې هم اختلافات ښه نه وي خو په موجوده وخت کې د اختلافاتو په نتیجه کې تباهي کېږي.

د ملګرو ملتونو مشر دا خبره واضحه کړه چې دنیا دا وخت د یو شمېر مشکلاتو سره مخامخ ده چې په کې په موسم کې په چټکتیا کېدونکي تبدیلي، جنګونه او شخړې، زیاتیدونکی غربت، لوږه او د نوي ټېکنالوجۍ خطرات شامل دي.

هغه په دې خبر ټینګار وکړو چې هغه ګڼ اړخیزه ادارې چې د دویم عالمي جنګ نه پس قایمې شوي پکار ده چې ارتقا وکړو او د ۲۱ پېړۍ مسلې حل کړي.

هغه وویل د داسې ډول موثره نړیوالو تنظیمونو ضرورت دی چې بنیادونه یې په ۲۱ پېړۍ ، د ملګرو ملتونو په منشور او په نړیوالو قوانینو کې وي.

دا میاشت د ملګرو ملتونو د جنرل اسمبلۍ د غونډې په څنډه کې به ګوټېسرېس د موسم، ترقۍ او د وبايي ناروغو د مخنیوي او په دې لړ کې د تیارۍ په موضوعاتو د سرمشرانو غونډې کوي.

د ګوټېرېس امید دی چې نړیوال مشران او په خصوصي توګه د جي ټونټي ملکونه چې د ۸۰ فیصد ماحولیاتي الودګۍ ذمه واري په غاړه لري، په دې لړ کې به خپل لوظونه پوره کړي. د هغه دا امید هم دی چې د جي ټونټي ملکونه به د تېلو راویستلو دپاره سرمایه کاري او د اجازت نامو ورکول ودروي او په ماحول د منفي اثراتو د کمولو په لړ کې به د برمخته تلونکو ملکو سره د مالي امداد خپل لوظونه هم پوره کړي.

د ترقۍ په مد کې د ملګرو ملتونو د مشر دا هدف دی چې د مستقل ترقۍ اهداف حاصلولو دپاره به د ۵۰۰ بېلین ډالرو سرمایه کاري وکړی شي. د ملګرو ملتونو د ترقۍ په ۱۷ اهدافو کې به د ۲۰۳۰ زیاتره اهداف ترلاسه نه شي.

ګوټېرېس وویل دا ټول اهداف ترلاسه کېدلی شي خو پکار ده چې په متحده توګه کار وکړی شي چې دا ډول دا یوه کورنۍ، دا یوه ځمکه او یو مستقل محفوظ کړی شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG