د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په شام کې د لسګونو زرګونو په شمېره کې په زور بې درکه کړی شویو کسانو د معلومولو دپاره د خپل انتظامي طریقه کار مشرۍ دپاره چارواکې وګمارله.
په شام کې د بې درکه کسانو سرنوشت د معلومولو دپاره د ملګرو ملتونود کوښښو مشرۍ دپاره ګوټېرېس د کارله کېنټانا د تقررۍ اعلان وکړو. کېنتانا د مېکسیکو د نېشنل سرچ کېمشن مشره وه.
ګوټېرېس په شام کې د بې درکه کسانو خپلوانو سره د همدردۍ اظهار وکړو او ويې وېل دغه خلک د بې یقینۍ د غمناک صورتحال ښکار دي.
د کال ۲۰۲۳ د جون په میاشت کې د ملګرو ملتونو جنرل اسمبلۍ اېنډيپېنډېنټ انسټېټیوشن ان مېسېنګ پرسنز اېن سیریا، ايي ايي اېم پي، یا په شام کې د بې درکه کسانو په اړه خودمختاره اداره جوړه کړه.
ايي ايي اېم پي ته اختیار ورکړی شوی چې د بې درکه کسانو سرنوشت معلوم کړي او د بې درکۍ ښکار کسانو او د بې درکه کسانو د کورنیو ملاتړ وکړي.
خبریالانو ته د کېنتانا د تقررۍ اعلانولو په وخت ګوټېرېس غوښتنه وکړه چې پکار ده د کېنتانا ډلې ته په ازادۍ د کار کولو موقعه ورکړی شي.
د کال ۲۰۱۹ د فېبرورۍ د میاشت نه واخلې د کال ۲۰۲۳ د اګست د میاشت پورې کېنتانا د مېکسیکو د بې درکه کسانو د لټون دپاره د کمېشن مشره وه. په مېکسیکو کې په منظمه ډول د جرمونو په سبب ۱۱۰۰۰۰ کسان بې درکه درج شوي دي.
۴۶ کلنه کېنتانا د نساني حقونو قانون پوهه او پروفېسره ده. په شام کې د انساني حقونو په اړه تنظیم سېرین نېټ ورک فار هیومن رایټس اېس اېن اېچ ار وايي د کال ۲۰۱۱ د مارچ په میاشت کې په هېواد کې خانه جنګۍ د شروع کېدو نه د کال ۲۰۲۴ د اګست د میاشت پورې ۱۵۷۶۳۴ کسان بې درکه شوي دي.
د ډسمبر په اتمه نېټه د باغیانو دلاسه د صدر بشارالاسد حکومت د نسکورېدو وروسته د شام په مختلفو علاقو کې د زندانونو دوازې خلاصې کړی شوي دي او په زرګونو خلک ازاد کړی شوي دي. په شام کې اجتماعي قبرونه موندل کېږي. ځو په زرګونو کسان اوس نه بې درکه دي او کورنۍ يې تلاش کوي.
د اېس اېن اېچ ار باني او ډرېکټر فضل عبدالغني د وي او ای سره تېره هفته مرکه کې وویل په شام کې قریباً ۱۰۵۰۰۰ کسان اوس هم بې درکه دي او د تنظیم ګمان دي چې دغه کسان مړه دي.
د ملګرو ملتونو غوښتنه وکړه چې په شام کې د نوي حکومت جوړولو دپاره د ټول شموله، بااعتماده او د امناکه سیاسي عمل مشري دي د شام ولس خپله وکړي او که چېرې په دې کې څه غلطي کېږي نو پرمختګ د خطر سره مخامخ کېدلی شي.
ګوټېرېس وویل په شام کې صورتحال د بدلېدو وروسته ملګري ملتونه نوي حالاتو ته جواب ورکولو دپاره ځان سموي.
د ملګرو ملتونو د بشري امداد د څانګې مشر ټام فلېچر دا هفته په دمشق، حمص او په حلب ښارونو کې موجود و.
د ۱۴ کلونو د خانه جنګۍ وروسته شام د دنیا د لویو انساني بحرانونو څخه یو دی او ملک د ابادۍ ۷۰ فیصد برخه امداد ته ضرورت لري.
د ملګرو ملتونو مشر خبرداری وکړو چې په شام کې جنګ لا ختم نه دی. هغه په دې لړ کې د شام په شمالي برخو کې د جګړو او د داعش د خطر، د اسرایل د دوامداره هوايي حملو او په جولان غونډیو کې د ملګرو ملتونو د څارنې د لاندې د شام په غېر پوځي علاقه کې د اسرایلي ځواکونو د حرکت ذکر وکړو.
ګوټېرېس په شام کې د اسرایل حملې د شام د خودمختارۍ او د علاقايي سلامتیا خلاف ورزي وبلله او غوښته يې وکړه چې و دې درول شي. ګوټېرېس وویل د شام د خودمختارۍ، علاقايي یوالي او سلامتیا دې بحال کړی شي او جارحیت ټول ګامونه دې په سمدستي ډول ختم کړی شي.
Forum