د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس د هندوستان په ممبۍ ښار کې د لښکر طیبه په حملو کې وژل شویو کسانو ته احترامات وړاندې کړي او ویلي يې دې چې د ترهګرۍ خلاف جنګ د هر ملک ترجیح ده.
د روېټرز خبري ادارې ترمخه د هندوستان د درې ورځني سفر په مهال ګوټېرېس په ممبۍ کې د ۲۰۰۸ د حملو یادګار ته ورغلو، هلته يې ګلونه کښېښودل او خپل تاثرات يې ولیکل.
هندوستان او امریکي د ممبۍ حملو الزام په پاکستانۍ وسله والې ډلې لښکر طیبه لګولی دی. په دغه حملو کې ۱۶۶ کسان وژل شوي دي.
د سږ کال د جون په میاشت کې د عرب نیوز اخبار د یو رپورټ ترمخه د پاکستان د خارجه دفتر ترجمان عاصم افتخار ومنله چې پاکستان د لاقانونه تنظیم لشکر طیبه غړي ساجد مير ته د ممبۍ په حملو کې د ککړتیا په سر ۱۵ کاله د قېد سزا ورکړې ده.
د ممبۍ د حملو په سر د لښکر طیبه پخوانی مشر حافظ سعید متحده قومونو نړیوال ترهګر بللی او د امریکې خارجه وزارت د هغه د نیول کېدو په لړ کې د معلومات دپاره د لس مېلین ډالرو انعام اعلان کړی دی.
د امریکې د ريوارډز فار جسټس پروګرام وايي په 2020 کې د ترهګرۍ ضد د پاکستان یو عدالت حافظ سعید په ګڼو جرمونو محکوم کړ او د قېدا سزا یې ورکړه. پروګرام وویل "متحده ایالات د سعید په اړه د معلوماتو لټون ته دوام ورکوي ځکه چې د پاکستان قضايي سیسټم په تیرو وختونو کې د لشکر طیبه مشران او فعالان خوشې کړي دي."
د ممبۍ حملو یادګار ته د ورتګ په موقع، ګوټېرېس وویل ترهګري ځپل د اقوام متحده بنیادي ترجیح ده.
ګوټېرېس وویل ترهګري "بدي" ده او په هېڅ دلیل او سبب جواز نه لري. ترهګري مکمله بدي ده او ترهګري په موجوده دنیان کې ځای نه لري.
د ممبۍ د حملو یادګار ته د ورتګ په اړه ګوټېرېس وویل هغه ځای کې موجود دی چې د تاریخ "د بربریت" یوه حمله پکې شوې ده.
یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د روېټرز خبري ادارې نه اخیستل شوي دي