په افغانستان کې د صورتحال په اړه خصوصي بېړنۍ غونډې ته د ملګرو ملتونو مشر اېنټونېو ګوتېرېس وویل افغان مېرمنې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته سترګې په لاره دي او نړیواله ټولنه باید افغان ولس د پامه ونه غورځوي.
د ملګرو ملتونو مشر د ګل، دوشنبې، په ورځ د افغانستان په اړه خصوصي غوڼدې ته په داسې حال کې وېنا وکړه چې طالبان کابل ته رسېدلي او افغان صدر اشرف غني د ملک نه وتلی دی.
اشرف غني ویلي خونرېزۍ د مخنیوي په خاطر یې افغانستان پرېښودلو.
د ملګرو ملتونو مشر د افغان مېرمنو د حقونو په اړه تشویش څرګند کړو."دا ضروري ده چې په ګرانه ګټل شوي د افغان مېرمنو او جینکو د حقونو تحفظ وشي."
د ملګرو ملتونو مشر وویل افغان مېرمنې نړیوالې ټولنې ته د ملاتړ دپاره سترګې په لاره دي."دا هغه نړیواله ټولنه ده چې دوی (افغان مېرمنو) ته یې ډاډ ورکړی و چې موقع به ورته زیاتولی شي، د تعلیم ضمانت به لري، ازادي به یې نوره پراخه شي او حقونه به یې محفوظ وي."
ګوټېرېس وویل افغانستان دې بیا د ترهګرو ځاله جوړه نشي.
هغه وویل نړیواله ټولنه باید افغان ولس د پامه ونه غورځوي.
د وي او ای د انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه ګوټېرېس وویل په افغانستان کې دې تشدد ختم کړی شي، د افغانانو د ټولو حقونو احترام دې وکړی شي او افغانستان دې د هغو ټولو نړیوالو معاهدو پابندي وکړي چې دغه هېواد پکې شامل دی.
د ملګرو ملتونو مشر د طالبانو نه وغوښتل چې د افغانانو ژوند د تحفظ په خاطر دې د زغم نه کار واخلي او د امدادي هلو ځلو په لاره کې دې خنډان نه ولاړوي.
د ملګرو ملتونو خصوصي غونډه په داسې حال کې وشوه چې د افغانستان صدر اشرف غني د ملک نه وتلی، طالبان کابل ته رسېدلي او د ملک حالات د غیر یقیني صورتحال سره مخامخ شوي دي او په زرګونو افغانان د کابل په هوايي ډګړ جمع شوي او د بهر تلو کوښښونه کوي.
د وي او ای د رپورټ ترمخه کابل ته د طالبانو د رسېدلو نه وړاندې د افغانستان قریباً نیمايي ابادۍ یا ۱۸مېلین خلکو انساني امداد ته اړتیا لرله لړ او اوس ویره څرګندیږي چې حالات به نور خراب شي.
اېنټونیو ګوټېرېس وویل ملګري ملتونه به په افغانستان کې د حالاتو سره ځان برابروي.
هغه ژمنه وکړه چې د ضرورت په دې وخت کې به ملګري ملتونه افغان ولس ته امداد رسوي.