لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د متحده قومونو مشر وايي په انټرنېټ د غلطو معلوماتو په خپرول کېدو ساینس ته نقصان رسوول کېږي


ګوټېرېس د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل چې په ډېجېټل پلېټ فارمونو د کره معلوماتو خپرېدو دپاره يې چوکاټ تیار کړی دی
ګوټېرېس د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل چې په ډېجېټل پلېټ فارمونو د کره معلوماتو خپرېدو دپاره يې چوکاټ تیار کړی دی

د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس ویلي په انټرنېټ د ډېجېټل پلېټ فارمونو د غلط استعمال دلارې ساینس ته نقصان رسوول کېږي او په لکونو خلکو ته ناسم معلومات او نفرت خپرول کېږي.

ګوټېرېس د نهې، سه شنبې، په ورځ په ټوېټر یو پېغام کې وویل چې په ډېجېټل پلېټ فارمونو د کره معلوماتو خپرېدو دپاره يې چوکاټ تیار کړی دی.

هغه زیاته کړه چې په انټرنېټ د غلطو معلوماتو مخه نیولو دپاره د انساني حقونو په بنیاد تګلاره تیاره کړې شوې ده چې په انټرنېټ د ناسمو معلوماتو مخنیوي دپاره په نړیواله که په هم غږۍ کوښښونه وکړی شي.

په ډېجېټل پلېټ فارمونو د کره او جامع معلوماتو او د دې د تحفظ دپاره متحده قومونو د تګلارې یوه خلاصه هم شایع کړه چې په کې د انفارمېشن انټېګريټي یا د معلوماتو د کره والي وضاحت شوی.

په انټرنېټ د معلوماتو تحفظ دپاره د متحده قومونو تګلاره وايي کره معلومات صحیح، د باور وړ او ثبات لري خو دا غلطو، ناسمو او د نفرت وېنا د خطر سره مخامخ کړي دي.

متحده قومونو وویل د ډېجېټل پلېټ فارمونو غلط استعمال او د ناسمو معلوماتو مخنیوي دپاره به اداره په خپل سر او د رکن ملکونو سره همکاري کوي او ګامونه به اخیستل کېږي.

Recommended

XS
SM
MD
LG