لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو مشر وايي په اوکراین کې زر د جنګ بندۍ امکان نشته


اوکراېني چارواکو وېلی دي چې ځواکونو يې د خارکېف نه روسي ځواکونه پشاه دېکه کړي دي. د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي د سه شنبې په ورځ خپله وېنا کې په محتاطه توګه د ښه خبرټکې استعمال کړو
اوکراېني چارواکو وېلی دي چې ځواکونو يې د خارکېف نه روسي ځواکونه پشاه دېکه کړي دي. د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي د سه شنبې په ورځ خپله وېنا کې په محتاطه توګه د ښه خبرټکې استعمال کړو

د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس ویلي په اوکراین کې د جنګ بندۍ فوري امکان نشته خو دا جګړه به تل دوام نه لري بلخوا اوکرایني چارواکو په جګړه کې د روس خلاف د پرمختګ او د روسي ځواکونو د پشا کولو دعوه کړې ده.

اوکراېني چارواکو وېلی دي چې ځواکونو يې د خارکېف نه روسي ځواکونه پشاه دېکه کړي دي.

د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي د سه شنبې په ورځ خپله وېنا کې په محتاطه توګه د ښه خبرټکې استعمال کړو.

که یو خوا په اوکراېن کې جګړه روانه ده نو بلخوا د وي او ای د رپورټ ترمخه د ملګرو ملتونو مشر ګوټېرېس وویل د امن دپاره کوښښونه به دوامداره ساتي.

ګوټېرېس د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ویانا کې خبریالانو ته وویل چې ملګري ملتونه به هر کوښښ کوي چې دا "بې حسه" جګړه ختمه شي.

هغه وویل "دا جنګ به تل دوام نه لري…یو وخت به راځي چې په مېز به د امن مذاکرات کېږي. یو وخت به وي چې ځما په امید دا به ممکنه وي چې د ملګرو ملتونو د منشور او د نړیوال قانون سره سم د دې مسلې حل به وموندل شي."

د اوکراېن ولسمشر ولادوماېر زېلېنسکي د سه شنبې په ورځ خپله وېنا کې په خلکو غږ کړی چې په خپلو جزباتو قابو وساتي او هره ورځ یا هره هفته د ګټو په اړه بې ځایه اخلاقي فشار پېدا نه کړي.

زېلېنسکي د امرېکې د اېوان نماېندګان د خوا د اوکراېن لپاره د پوځي او بشري مرستو لړ کې د نېزدو څلوېښت بلينه ډالرو د منظورۍ هرکلی کړی.

د امریکا د سېنټ د خوا د دې منظوري لا پاتې ده. دا رقم اووه بلينه ډالره زیات دې کوم چې ولسمشر جوباېډن تېره هفته د کانګرس نه غوښتلي وو.

باېډن وېلی دي چې د پېنټاګان د وسلو د ذخېرې نه د پوځي الاتو او وسلو لېګلو په اړه د انتظاميه اختیار تر ډېر حده ختم شوی دی.

د واېټ هاوس ترجمانې جن ساکي په یو خبر پاڼه کې وېلی دي چې په بل کې شامل اضافي‌ رقم به دوي د دې جوګه کړي چې نوره وسله، توپخانه، پوځي ګاډي او ګوله بارود اوکراېن ته ورولېګي. ساکي وېلي دي چې دې سره به د نېټو پهعلاقه کې د امریکني ځواکونو د مرستې او د امریکي پوځي ذخیره هم برابر کړي.

د برطانيې د دفاع وزارت وېلی دي چې اوکراېني ځواکونود روس د هواېي ځواک خلاف ډېر په کامېابۍ سره د ډرون استعمال کړی.

اوکراېني چارواکو وېلی دي چې روس د سه شنبې په ورځ په اوديسه بریدونه کړی دي. روس هڅې کوي چې اوکراېن ته د وسلو او نورو شایانو د رسد لاره پرېکړي.

د اوکراېن پوځ وېلی دي چې روس په اودېسه باندې اووه مېزاېل ګزار کړی دي. په شاپنګ مال او ګودام دې برېدونو کې لږ تر لږه یو تن مړ او پنځه ژوبل شوی دي.

اوکراېني چارواکو وېلی دي چې روس په اوديسه کې د سويت یونین د دور وسله کارولی ده خو د اوکراېن څېړنيزې ادارې وېلی دي چې روس جديد وسله کارولې ده.

د پېنټاګان وېاند جان کربي خبریالانو ته وېلی دي چې دوي سره داسې څه ثبوت نه دې ترلاسه شوی چې ګنې روس په اودېسه کې دهاېپرسونک مېزاېل استعمال کړی وي. او نه اوکراېن ته د وسلو په رسد باندې څه فرق پرېوتلی دی.

روس د نورو علاقو نه پوځ مشرقي او جنوبي اوکراېن ته راغونډ کړی دې .

خو د امریکې د استخباراتو د ادارې مشر اېورل هاېنز د امرېکې د سېنټ کمېټۍ ته ویلي دي د دوی د استخباراتو ترمخه که چېرې روس په مشرقي اوکراېن قبضه هم وکړي نو دوي نه ګڼي چې د روس ولسمشر ولادمير پوتېن به تر د مشرقي سېمو پورې محدود پاتې شي.

هېنز وېل چې پوتین په اوکراېن کې اوږده شخړه غواړي او دونباس کې خپل اهداف ترسره کولو سره به هم دی مطمېن نه شي.

د زرګونو په شمار کې د روسي ځواکونو او د اوکراېن د ولسي غړو او ځواکونو د مرګ ژوبلې باوجود تر دې دمه په اوکراېن کې د شخړې د ختمېدو هېڅ امکان نه ښکاري.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG