لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د متحده قومونو مشر او د ترکي صدر به د اوکراین صدر سره ملاقاتونه کوي


د اوکراین صدر ولادیمیر زېلېنسکي

د متحده قومونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس او د ترکي صدر رجب طیپ اردوان به د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د اوکراین صدر ولادیمیر زېلېنسکي سره د اوکراین په لویو ښار کې ملاقاتونه کوي.

د وي او ای رپورټ وايي توقع ده چې په دغو ملاقاتونو کې به په اوکراین د روس د یرغل وروسته په نړیواله کچه د خوراک بحران، په اوکراین کې اېټمي بجلي ګر ته د خطر او په اوکراین کې جنګ ختمولو دپاره د سیاسي حل راوېستلو په موضوعاتو خبرې وشي.

د رپورټ ترمخه د خوراک بحران ختمولو دپاره کوښښونه دوام لري او د جولای په میاشت کې د اقوام متحده او ترکي په کوښښونو روس سره د معاهدې وروسته سمندري جهازونه اوس کولی شي چې د اوکراین غله نورو ملکونو ته یوسي.

د فېبرورۍ په میاشت کې په اوکراین کې جنګ د شروع کېدو وروسته نورو ملکونو ته د اوکراین د غلې رسد ځنډېدلی و.

د جمعې په ورځ به ګوټېرېس د اوډېسا بندر دوره کوي او د خالي، شنبې، په ورځ به استنبول ته ورځي چې اوکراین نه د غلې د برامداتو د څارنې مرکز وګوري. دغه مرکز اوکراین ته او د اوکراین نه د بهر تلونکو سمندري جهازونو معاینه کوي. روس د دغه مرکز د جوړېدو غوښتنه کړې وه.

دغه مرکز وویل د زیارت، چهارشنبې، په ورځ به د هغو څلورو سمندري جهازونو معاینه کوي چې دا هفته د اوکراین نه روان شوي دي. په دغو سمندري جهازونو کې دوه کشتۍ ترکي، یوه د افریقي جېبوتي ملک او بله جنوبي کوریا ته غله وړي.

د څلورو نورو هغو سمندري جهازونو کتنه به هم کېږي چې اوکراین ته روان دي. روس غوښتلي چې دا خبره دې يقیني کړی شي چې اوکراین ته تلونکي کشتۍ وسله یو نسي.

په اوکراین کې د جګړې په اړه نور رپورټونه وايي د اوکراین په خارکیف ښار د شورو، چهارشنبې، په ورځ د روس په بمبارۍ کۍ اووه کسان وژل شوي او 16 نور زخمیان شوي دي.

په ټېلې ګرام خپل پېغام کې زېلېسنکي وویل په ملکي خلکو دغه بمباري هېڅ جواز نه لري.

یادونه: د دې خبر ځینې معلومات د ای پي، ای اېف پي او رویټرز خبري ادارو نه هم اخیستل شوي دي


XS
SM
MD
LG