لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د فلسطين د مرستو بیا پيلولو دپاره د فنډ غوښتنه کړې


د ملګرو ملتونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوټېرش د امريکې او نورو هيوادونو نه غوښتي چې د ملګرو ملتونو د فلسطين دپاره د مرستو ادارې دپاره دې بيا سمدستي فنډ پيل کړي. هغه ويلي په غزه کې بې کوره شوي خلک مرستو ته سخته اړتيا لري.
ويل شوي ملګري ملتونه د هغو امدادي کار کوونکو پلټنې کوي په چا چې د اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرايل حمله کې د لاس لرلو تور دی.
ګوټېرش خبرداری ورکړی د ملګرو ملتونو امدادي ادارې که فنډ جاري نه شو، د غزې د 20 لکه فلسطينيانو مرستې به د زيارت د ورځې لومړۍ فرورۍ پورې ودريږي.
امريکې او نهه ملکونو د فلسطين د مرستو دپاره ادارې ته د 1.6 اربه ډالرو د کال مرستې وروسته له هغې ودرولي چې تېره اوونۍ معلومه شوې په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرايل حمله کې د فلسطيني ادارې 12 کارکوونکو مرسته کړې وه، په ياد بريد کې 1200 کسان وژل شوي وو.
ګوټېرش ويلي، د کارمندانو په دغه عمل کې لاس لرل به نتيجي ولري قانوني کارروايۍ ته به مخامخ کيږي. ويل شوي نهه کار کوونکي د دندو څخه لرې کړل شوي هم دي.
ګوټېرش زياته کړې، د لسګونو زرو په شمېره کې کسان چې د امدادي ادارې دپاره کار کوي، ځينې اوس هم په خطرناکو حالاتو کې د بشري مرستو کار کوي، ټولو ته دې سزا ور نه کړی شي.
اسرايل د ګوټېرش لخوا د فلسطيني امداد بيا په ځاې کېدو غوښتنې ته سخت غبرګون ويلی دی.
په ملګرو ملتونو کې د اسرايل سفير ګيلاډ ايردان ویلي، ګوټېرش يو ځل بیا ثابته کړه چې د اسرايل د وګړو امنيت ورته واقعي مهم نه دی.
هغه ويلي، کلونه وروسته د ملګرو ملتونو د ښېګړې او کار د ادارې يا (يو اېن آر ډبليو اې) د ترهګرۍ د مرستو يا ککړتیا شواهد د پامه غورځول شوي، وړاندې د دې چې جامع پلټنې یې شوی وی چې د حماس ټول ترهګر په ياده اداره کې دي.
هغه ویلي، ملګرو ملتونو داسې تنظيم يا ادارې ته د فنډ ورکولو غوښتنه کړې کومه چې په ترهګرۍ کې ککړه ده.
امریکې، برتانيې، يورپي يونين او نورو ملکونو حماس ترهګره ډله ګرځولې ده.
ايردان ویلي، هر ملک چې (يو اېن آر ډبليو اې) ته مرستې يا فنډ ورکوي اول دې کوټلې پلټنې وکړي او معلومه دې کړي چې دغه پېسې په ترهګرۍ کې کارېدی شي، دغه پېسې چې (يو اېن آر ډبليو اې) ته ورکول کیږي د غزې د خلکو په ځای د حماس ترهګرو ته رسي.
د رپورټونو ترمخه ياده اداره د 1948 د جګړې په وخت د اسرايل جوړېدو په وخت د کډوالو د مرستې دپاره جوړه شوې وه، د (يو اېن آر ډبليو اې) اداره په غزه، لویديځه غاړه اردن، شام، او لبنان کې فلسطينيانو ته د تعلیم او روغتيا مرستې ورکوي، او دا وخت د غزې د 2.3 ملينه خلکو په دوو کې درېمې برخې خلکو مرستې کوي.
امریکا دغه ادارې ته تر ټولو زياتې مالي مرستې ورکوي،او نهه هيوادونو یادې ادارې ته 60 فيصده فنډ ودرولی دی، د امریکې سره اسټريليا، کېنېډا، جرمني، اټلي، فن لېنډ، نيدرلېنډ او سويټزرلېنډ د ادارې مرستې کوي.
د فلسطين دپاره د مرستو په سر د شخړې ترڅنګ دوه امریکايي چارواکو ویلي، د حماس او اسرايل ترمنځ جګړه کې د دوو مياشتو جنګ بندۍ خبرو ته نزدې شوي چې د حماس لخوا يرغمل شوي 100 کسان خوشي شي.
د امریکې د استخباراتي ادارې (سي آی اې) مشر بيل برنز د اتوار/ يکشنبې په ورځ په پېرس کې د اسرايل د استخباراتي ادارې موساد د مشر ډېوډ برنیا، د قطر وزيراعظم محمد بن عبدالرحمان الثاني، د مصر استخباراتي ادارې مشر عباس کامل سره د جنګ بندۍ په اړه خبرې کړي دي.
د حماس لخوا په اسرايل د اووم اکتوبر د حملې وروسته پېل شوې جګړه کې د 26,000 نه زيات فلسطينيان وژل شوي دي.
د اسرايل وزيراعظم بين يامين نېتن ياهو د خالي/ شنبې په ورځ ویلي، اسرايل به د خپل امنيت دپاره د ضروت مطابق اقدام کوي، نوموړي دغه خبره د انصاف نړيوال عدالت لخوا په غزه کې د وژنو او تباهۍ د څرګندونو په ځواب کې کړې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG