لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو غوښتلې لاک ډاون په عملي کوولو کې دې د انساني حقونو پام وساتل شي


مېرمن باچېلی د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل حکومتونه بیړني حالات باید د انساني حقونو د سرغړونو دپاره جواز جوړ نکړي
مېرمن باچېلی د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل حکومتونه بیړني حالات باید د انساني حقونو د سرغړونو دپاره جواز جوړ نکړي

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو ادارې مشری مېشېل باچېلی غږ کړی چې په داسې مهال چې د کرونا وایرس وبا په دنیا خپره شوي نړیوال حکومتونه دې د انساني حقونو احترام دلاسه نه ورکوي.

مېرمن باچېلی د ګل، دوشنبې، په ورځ په یو بیان کې وویل حکومتونه بیړني حالات باید د انساني حقونو د سرغړونو دپاره جواز جوړ نکړي.

باچېلی وویل حکومتونو ته پکار ده چې د بیړني حالاتو اختیارات د کروناوایرس د مخنیوي دپاره په موثره توګه وکاروي نه چې د اختلاف د خاموشه کوولو، ولس د قابو کوولو او یا اقتدار ته د دوام ورکولو دپاره یې استعمال کړي.

مېشیل باچېلی وویل ګڼ شمېر داسې رپورټونه یې ترلاسه کړي دي چې په بېلا بېلو ملکونو کې پولیس او امنیتي ادارو د کرونا وایرس د مخنیوي دپاره پرځای شوی لاک ډاون عملي کوولو دپاره بې دریغه طاقت استعمال کړی دی.

د ملګرو ملتونو د انساني حقونو مشرې یا هايي کمشنرې وویل هغه خلک چې د خوراک په تکل کې کورونو نه راوتلي وي په هغوی ډزې کول، د هغوی وهل یا ګرفتارول مناسب اقدام نه دی.

د دنیا شا او خوا هر ملک کې کرونا وایرس د مخنیوي په غرض لاک ډاون پرځای کړی شوی دی.

د امریکې د جانیز هاپکنز یونیورسټۍ د شمېرو ترمخه به ټوله دنیا کې تر اوسه پورې کرونا وایرس له امله ۲۰۶۰۰۰ کسان مړه شوي دي. د وایرس نه د ناروغه شویو کسانو شمیر شا او خوا درې مېلینه دی..

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG