لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړیوال عدالت په غزه کې د "نسل وژنې" د مقدمې اورېدنه شروع کړې، اسرایل او واشنګټن مقدمه رد کړې


د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا د سټرېټيحېک کمیونيکېشن مشر جان کربي وویل دا خبره یې په تکرار کړې ده چې دا "الزمات، دا مقدمه، بې بنیاده ده او د اسرایل خلاف د نسل وژنې د الزاماتو څه بنیاد نشته."
د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا د سټرېټيحېک کمیونيکېشن مشر جان کربي وویل دا خبره یې په تکرار کړې ده چې دا "الزمات، دا مقدمه، بې بنیاده ده او د اسرایل خلاف د نسل وژنې د الزاماتو څه بنیاد نشته."

د ملګرو ملتونو عدالت د پنجشنبې- زیارت په ورځ د هغې مقدمې په اړه دوه ورځنۍ اوریدنه پیل کړې ده چې جنوبې افریقې ورته وړاندې کړې او په کې په اسرایل په غزه کې د نسل وژنې تور لګول شوی دی. اسرایل او د اسرایل اتحادي امریکا دا تورونه بې بنیاده بللي دي.

سوېلي افریقا له نړیوال عدالته غوښتنه کوي چې په غزه کې د اسرایل پوځي عملیات دې په بیړني ډول وځنډول شي، خو اسرایل وايي د اکتوبر د اوومې د ترهګر برید په ځواب کې د حماس ډلې د ختمولو لپاره بریدونه کوي.

سوېلي افریقا په لیکل شوې مقدمه کې د ملګرو ملتونو د عدالته غوښتلي چې اسرایل سره د "نسل وژنې" په سر حساب وکړي او "په غزه کې دې د فلسطینیانو لپاره د بیړني او مکمل تحفظ ضمانت ورکړي چې د نسل وژنې په دوامدار او سمدستي خطر کې پاته دي ".

د اسرایل وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو ویلي، پوځ یې په غزه کې په "بېساري اخلاقي" بنیاد پوځي عملیات کوي او د اسریل د حکومت ویاند د سوېلي افریقا مقدمه د اسرایلي وګړو "د وینو سپکاوی" بللی دی.

په هېګ، نېدرلېنډږ کې په نړیوال عدالت کې د مقدمې د شروع کېدو په موقع د عدالت نه بهر ګڼ شمېر خلکو د فلسطینیانو په حمایت کې مظاهره هم وکړه.

د جنوبې افریقې د انصاف وزیر رانلډ لامولا وویل اسرایل د نسل وژنې خلاف د کال 1948 قانون "جېنوسایډ کنوېنشن" خلاف ورزي کړې ده.

هغه وویل حکومت یې د انصاف نړیوال عدالت ته راغلی چې په غزه کې د " نسل وژنې" مخه ونېسي، په غزه کې دې د اسرایل پوځي عملیات وځنډول شي، انصاف دې وکړی شي او په غزه کې دې بشري ناورین ختم شي "چې د نړیوالې ټولنې په اجتماعي ضمېر په ژوره توګه غږېږي."

لامولا وویل په غزه کې د عملیاتو پېمانه د جنوبې افریقې سره نږدې په روانډا کې د 1994 د جېنوسایډ یا د نسل وژنې یادونه کوي.

په روانډا کې د روانډا پوځ او ورسره انټراهاموی نومې ملېشې په 100 ورځو کې د 800000 نه زیات د توتسي او هوټو قبیلي کسان ووژل.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو مقدمه رد کړې او لوظ یې کړی چې د حماس خلاف جنګ ته به دوام ورکوي.

د اېسوسي اېټېډپرېس خبري ادارې د رپورټ ترمخه، نېټن یاهو په یو وډیو پېغام کې وویل دنیا ګډه وډه شوې ده او په اسرایل د نسل وژنې الزام په داسې حال کې لګول شوی چې اسرایل خپله د نسل وژنې خلاف جنګېږي. "د جنوبي افریقې د منافقت چغې اسمانونو ته رسي."

امریکې هم د مقدمې مخالفت کړی دی.

د امریکې د نېشنل سېکیورټي کاونسل یا د قومي سلامتیا شورا د سټرېټيحېک کمیونيکېشن مشر جان کربي وویل دا خبره یې په تکرار کړې ده چې دا "الزمات، دا مقدمه، بې بنیاده ده او د اسرایل خلاف د نسل وژنې د الزاماتو څه بنیاد نشته."

په واشنګټن کې ځینې سیاستدانان او د کارکوونکو فعالان د جنوبي افریقې د مقدمې حمایت کوي چې په سمدستي ډول دې جنګ بندي وشي او په اسرایل الزام لګوي چې زیات جذباتي شوی دی.

یو امریکايي چارواکي چې د سټېټ ډپارټمنټ یا د امریکې د خارجه وزارت نه یې احتجاجاً استعفا ورکړې ده د انصاف نړیوال عدالت ته یې د جنوبي افریقې په حمایت کې یو دستاوېز ورکړی دی.

د سټېټ ډپارټمنټ پخواني چارواکي جاش پال د سکایپ دلارې وي او ای ته وویل دا خبره نه کوي چې د اسرایل دپاره دې خصوصي، اوچت یا لاندې، مېعار وټاکل شي بلکې دا خبره کوي یو نړیوال مېعار موجود دی او پکار ده د ټولو همکار ملکونو هم په دغه مېعار چلند وشي.

هغه وویل د اسرایل په معامله کې قوانین برطرف کړی شوي دي، په پام کې نه دي نیول شوي، د قوانینو تشریح مختلفه شوې ده او یا پې عمل په مختلف ډول شوی دی او دا "په نړیوال قانون عملدارۍ ته د امریکې د دریځ سره سمون نه خوري."

جنوبي افریقا د ډیر وخت راهسې د فلسطینیانو حمایت کوي او د نسل پرستۍ خلاف مبارز او د جنوبي افریقې د پخواني صدر نېلسن مېنډېلا دا قول مشهور دی چې "زمونږ ازادي د فلسطینیانو د ازادۍ نه بغېر نامکمله ده."

څېړونکي وايي په نړیوال عدالت کې مقدمه فقط د اسرایل د چلند په اړه نه ده بلکې په داسې حال کې چې ګڼ شمېر ملکونه د واشنګټن په ځای د پرېټوریا د دریځ حمایت کوي، که چېرې عدالت د اسرایل خلاف فېصله واروله نو په سفارتي کچه به ډیر اثرات ولري.

توقعو ده چې په مقدمه بحث به دا هفته سر ته ورسېږي خو د عدالت په فېصله کلونه لګېدلی شي.

د ترکیه صدر رجب طیب اردوان د جمعې په ورځ وویل هېواد یې نړیوال عدالت ته د اسرایل خلاف مقدمه کې دستاوېزات ورکوي.

اردوان په استنبول کې خبریالانو ته وویل ترکیه به عدالت ته د دستاوېزات ورکولو ته دوام ورکوي. هغه فکر کوي عدالت به اسرایل مجرم وبلي.

د اسرایل خارجه وزیر ییز کاټز په اردوان ټکونه وکړل او هغه یې د یو داسې ملک صدر وبللو چې په "ماضي کې یې د ارمینايي نسل وژنه کړې."

کاټز وویل اردوان "په بې بنیاده الزاماتو" اسرایل په نخښه کوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG