لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د افغانستان په واکمنو طالبانو د مسلح مخالفو ډلو په حملو کې اضافه شوې

په دې تصویر کې د اېن اراېف او د طالبانو وسله وال لیدل کېږي.
په دې تصویر کې د اېن اراېف او د طالبانو وسله وال لیدل کېږي.

د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه ملګرو ملتونو په درې میاشتني رپورټ کې ویلي په طالبانو د مخالفو مسلح ډلو په حملو کې اضافه شوې ده او د طالبانو د غېر رسمي حکومت مشران په مستقل ډول د خپل منځي تاوتریخوالي سره مخامخ دي.

د افغان طالب مشرانو ترمنځه د اختلافونو ‌ذکر د افغان طالبانو مشر ملا هبت الله اخوند زاده هم د لوی اختر په موقع د خطبې په وخت کړی وو – هغه دغه “اختلاف” فرعوني سیاست بللی وو -

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، په جنګ ځپلې هېواد کې د صورتحال په اړه د خپل جایزه رپورټ تفصیل د جمعې په ورځ شایع کړو او ويې وېل د ملګرو ملتونو سېکټري جنرل انتونیو ګټرېش رپورټ سلامتي کونسل ته هم وړاندې کړی دی.

په رپورټ کې ویل شوي دي دا وخت د طالبانو په ۳۴ ولایتونو امنیتي کنټرول ترلاسه دی- طالبانو تر اوسه د ملګرو ملتونو رپورت ته غبرګون نه دی ښودلی.

د طالبانو ضد دوه اولسي وسلوال غورځنګونه

په رپورټ کې ویل شوي دی چې په اګست کال ۲۰۲۱کې په افغانستان کې د بیا واک اخستو وروسته مخالفه وسلوال اپوزیشن طالبانو ته څه اهم مشکل نه دی جوړ شوی. خو وايي دواړه ډلو کې د پخواني سیاسي حکومت پوځي او عسکري چارواکي شامل دي.

د ملګرو ملتونو دستاویز وايي چې د رپورټ د تیارۍ په موده کې د افغانستان دوو مخالفه مسلح ډلو افغانستان فریډم فرنټ او قومي مزاحمت فرنټ اېن ار ایف مصدقه بریدونه کړي دي. ملګرو ملتونو ویلي چې دواړه ډلې په سرښار کابل کې د طالبانو په امنیتي ځواکونو بریرونه کړي دي.

رپورټ وايي چې اېن ار اېف په تېر د دریو میاشتو کې ټول ۲۹ بریدونه کړي دي ، چې پکې دطالبانو په پوڅي مرکزونه هم شامل دي. رپورټ وايي۲۰ بریدونه په کابل کې او پاتې په تخار ، بغلان او پروان کې شوي دي . رپورټ وايي ای اېف اېف څوارلس بریدونه کړي او ټول یې په سرښار کابل کې کړي ‌دي.

داعش وسلواله ډله

په رپورټ کې ویل شوي دي چې داعش خراسان هم د افغان طالبانو په ضد بریدونه کوي او د رپورټ په موده کې یې د طالبانو حکومت په ضد شپږ بریدونه کړي دي چې پکې په یویشتم مارچ په کندهار کې د یو بنک نه بهر ځان مرګي‌برید هم شامل دی. په دغه برید ۲۵ افغان طالبان وژل شوي وو او تر ۴۵ نور ژوبل شوي.

د ملګرو ملتونو په رپورټ کې ویل شوي چې افغان طالبان د داعش د یواځې دریو بریدونو او په دې کې دلسګونو خلکو د ژوبل کېدلو تصدیق کوي خو د زیانمن شوو کسانو پېژندګله نه کوي.

امریکايي پوځي کمانډران او استخباراتي چارواکي داعش خراسان ډله په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ لپاره په هېواد دننه او بهر تر‌ ټولو لویه خطره بلي خو د کابل حکومت وايي دوي د ترهګرې ضد عملیاتو د لارې د داعش خراسان موجودګي‌ په مهمه توګه راکمه کړې ده او ورسره مو ددوي د اندروني او بېروني بریدونو استعداد هم

د طالبانو خپل مېنځي اختلافات او د ښځو حقونه

د ملګرو ملتونو په درې میاشتنۍ ارزونې رپورټ چې د جمعې په ورځ خپور شو، پکې افغانستان کې د حکومتدارۍ په مسلو د طالبانو تر منځ "د ځینو متفاوت نظرونو" ذکر هم شوی دی.

خو طالب چارواکي دا غربي پروپاګند بلي او دداخلي اختلافاتو ترڅنګ یې د دوی مشر هبت الله اخندزاده او د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني ترمنځه د اختلافونو تورونه رد کړي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین د پنجشنبې په ورځ په یوه لنډه وینا کې وویل: "دا یوازې اوازې دي، حقیقت نه لري.

رپورټ و ايي چې دا پداسې حال کې چې طالبان د نارینه او ښځو لپاره د مدني او سیاسي فعالیتونو د ترسره کولو لپاره ځای کموي"

د طالبانو حکومت په نړیواله کچه نه دی منل شوی او تعلیم او کار ته د افغان ښځو او نجونو د لاس رسي په اړه د پراخو بندیزونو له امله غندل شوی دی.

Forum

XS
SM
MD
LG