د ملګرو ملتونو دوو ماهرینو غوښتنه کړې چې په اووم اکتوبر په اسرایل د حملې په مهال د جنسي تشدد په شمول د ګڼ شمېر نورو مبینه جرمونو په اړه دې د فلسطیني مسلح ډلې حماس احتساب وکړی شي.
د تشدد په اړه د ملګرو ملتونو خصوصي رپورټرې الیس جېل او د عدالت نه د بالا وژنو په اړه د ملګرو ملتونو رپورټر مورېس ټېډبال بېنز، د ملګرو ملتونو د انساني حقونو څانګې هیومن رایټس کاونسل د بې طرفه ماهرینو په څېر ګمارلي خو د ملګرو ملتونو په نمایندګۍ خبرې نه کوي.
دواړو د ګل، دوشنبې، په ورځ یو بیان کې وویل په زیاته شمېره کې شواهد ښښي چې په اسرایل د حملې په مهال جنسي تشدد شوی، په زور او په اجتماعي توګه د جنسي فعل اقدامات شوي، جنسي حملې شوي او د بدن مخصوصې برخې پرېکړی شوي او په ډزو وېشتل شوې دي.
دواړو ماهرینو په خپل بیان کې وویل دا اقدامات د نړیوال قانون خلاف ورزي ده او په ممکنه توګه جنګي جرمونه کېدلی شي او په کومه شمېره کې چې خلک د دې ښکار شوي او په کومه پراخه کچه چې د دې د وړاندې نه منصوبه سازي شوې دا د انسانیت خلاف جرمونه هم کېدلی شي.
ماهرینو وویل په اسرایل د حملې په مهال د ژوندې سوزول شویو کسانو مړي هم موندل شوي، داسې جسدونه هم موندل شوي چې سرونه يې پرېکړی شوي وو او یا ټوټې کړی شوي.
ماهرینو وویل پکاره ده چې د تشدد ښکار شوی هر تن د مذهب، نسل او د جنس د تفریق نه بغېر وپېژندل شي. ماهرینو زیاته کړه چې د دوی کار د متاثرینو اواز جوړېدل دي.
د ای اېف پي خبري ادارې ترمخه، د دې نه مخکې اسرایل په ملګرو ملتونو تنقید کړی و د حماس د حملې په مهال د داسې ډول جرمونو په اړه يې څه نه دي ویلي او په اسرایل د حماس په حمله کې د اسرایل د شمېرو ترمخه ۱۱۴۰ کسان وژل شوي دي. په حمله کې حماس ۲۵۰ پورې کسان یرغمال کړي هم وو. ځیني یرغمالان ازاد کړی شوي دي خو اسرایل وايي ۱۳۲ کسان اوس هم د حماس په ولکه کې دي. وېل کېږي چې لږ تر لږه ۲۴ یرغمالان وژل شوي.
امریکې، برطانيې، یورپین یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.
د حماس د حملې په جواب کې اسرایل د ډلې خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی او د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت وايي په غزه کې تر اوسه د ۲۳۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي چې اکثریت يې ښځې او ماشومان دي.
Forum