لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو دطالبانو لخوا کابینه کې ښځو ته په برخې نه ورکولو اندېښنه ښودلې


دامریکې نه وروسته ملګرو ملتونو هم دطالبانو لخوا اعلان کړل شوې کابېنه کې دښځو په نه شتون اندېښنه ښکاره کړې ده اؤ وایي افغانستان کې تلپاتې سوله اؤ ثبات ټولو خواؤ ته دهغوئ په حقونو ورکولو پسې اړه لري.

طالبانو پرون د نهې/ سه شنبې په ورځ (7سېپټمبر) خپله لنډ مهاله کابينه اعلان کړې ده خو په دغه کابېنه کې هیڅ یوې ښځې یا لږکیو ته نمایندګي نه ده ورکړل شوې.

د طالبانو په کابينه کې داسې کسان شته چې د ملګرو ملتونو او امریکا لخوا په تورو لېسټونو کې شامل دي او د ځینو په سر د مغربي ملکونو لخوا انعامونه هم کېښودل شوي دي.

دچهارشنبې په ورځ دملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما پخپل یو بیان کې دطالبانو لخوا په اعلان کړل شوې کابېنه اندېښنه ښودلې ده.

دیوناما په بیان کې ویل شوي چې د طالبانو لخوا اعلان شوې "سرپرست اداره" کې ښځې شاملې نه دي.

بیان کې ویل شوي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله او ثبات په ټول شموله حکومتدارۍ ، د ښځو او ځوانانو د معقول ګډون او قومي ، مذهبي او لږکیو ډلو سره یوځای کیدو پورې اړه لري.

تر دې وړاندې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت هم په يوه اعلاميه کې ویلي وؤ ، د کابينې په خپاره شوو نومونو کې يوازې د طالبانو غړي يا د دوی نزدې همکاران دي او ښځې پکې نشته.

ددې ترڅنګ دنړۍ یو شمیر نورو هیوادونو اؤ دټولنیزو رسنیو فعالینو هم د دولت کابینه کې ښځو ته په نمایندګۍ نه ورکولو اندېښنې ښودلي اؤ دا یې د طالبانو لخوا د ټول شموله حکومت دژمنې څخه سرغړونه بللې ده خو طالبانو لا دې غبرګونونو ته هیڅ ځواب نه دی ویلی.

دا په داسې حال کې ده چې په کابل دطالبانو له قبضې وروسته دافغانستان ښځو دپلازمینې کابل په شمول په یو شمیر ولایتونو کې احتجاجونه کړي اؤ په نړیواله ټولنه یې غږ کړی چې دافغاني ښځو راتلونکی باید خوندي کړي.

دافغانستان څخه په نزدې ورځو کې ګڼ شمیر ښځې اؤ ځوانان د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته دهیواد څخه وتلي هم دي اؤ ډيرو دهیواد دننه خپلو دندو نه لاس اخستی دی.

Recommended

XS
SM
MD
LG