لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د افغانستان په اقتصادي صورتحال تشویش څرګند کړی


د اګست په میاشت کې طالبانو د واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې کړي دي
د اګست په میاشت کې طالبانو د واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې کړي دي

ملګرو ملتونو د افغانستان په اقتصادي صورتحال تشویش څرګند کړی دی او په طالبانو یې غږ کړی چې خپله واکمني دې ټول شموله کړي.

د انساني مرستې دپاره د ملګرو ملتونو د څانګې مشر مارټن ګرېفت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ اېسوسي اېټېډ پرېس خبري ادارې ته په مرکه کې وویل د افغانستان اقتصاد "زمونږ د سترګو مخې ته" لګیا دی تباه کېږي.

هغه وویل د خلکو د مرګونو مخنیوي دپاره نړیوالې ټولنې ته پکار دي چې په بېړنۍ توګه د افغانستان مرسته وکړي.

هغه وويل په بېړڼي ډول د بشري امداد ترڅنګ په افغانستان کې د تعلیم، صحت، بجلۍ او حکومتي کارکوونکو ته د معاشونو په شان د بنیادي اسانتیاو د مرستې ضرورت هم دی.

هغه پکار ته ده چې افغانستان ته نغدې پېسې هم ورسوول شي ځکه چې هلته د بېنکونو نظام "بند شوی دی."

بلخوا د ملګرو ملتونو د سیاسي څانګې مشرې وویل چې په افغانستان کې د دریو ورځو د سفر په مهال یې د طالب چارواکو تر څنګ د یو شمېر نورو کسانو سره "کټه ورې" خبرې کړي دي.

د ملګرو ملتونو ترجمانې وویل د تنظیم د سیاسي چارو مشرې روزمېري ډیکارلو د طالب چارواکو سره په دې اړه خبرې وکړې چې افغانستان یو ټول شموله هېواد جوړولو دپاره څه کول پکار دي؟ داسې افغالنستان چې د انساني حقونو ذمه وارۍ پوره کوي او د ترهګرۍ د چقولو په لړ کې کلک همکار وي؟

د ای پي ترمخه مېرمن ډیکارلو د زیارت، پنجشنبې، په ورځ افغانستان ته خپل سفر سرته ورسولو.

د خپلې دورې په مهال د ملګرو ملتونو سیاسي چارواکي د طالبانو موقتي خارجه وزیر مولوي امیرخان متقي او مولوي عبدالقدیر او د نورو چارواکو سره ولیدل.

د ملګرو ملتونو د ترجمان په قول مېرمن ډیکارلو په دې "د دې یقیني کولو په اهمیت ټینګار وکړو ټول افغانان _ سړي، ښځې، ځوانان، مذهبي او نسلي ډلې او اقیلیتونه _ په حکومت او عام ژوند کې برخه اخیستلی شي."

مېرمن ډیکارلو په یو جدا بیان کې وویل د افغان مېرمنو او جېنکو په اړه ډیر تشویش لري.

هغې وویل افغانستان ته د سفر په مهال یې واورېدل چې افغان مېرمن او جینکۍ سکول، روزګار او په عام ژوند کې بغیر ته څه امتیازي سلوک شرکت کول غواړي. هغې وویل پکار نه ده چې د تېرو شلو کلونو پرمختګ لمنځه لاړ شي.

د طالبانو په کابینه کې مېرمنو په نشتوالې تړیوالې ټولنې تشویش څرګند کړی دی او د طالبانو یې غوښتلي چې په واکمني دې ټولو افغانانو ته نمایندګي ورکړي.

د اګست په میاشت کې طالبانو د واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو په کابل کې د خپلو حقونو د تحفظ دپاره یو شمېر مظاهرې کړي دي.

د انساني حقونو فعالانو تشویش څرګند کړی د انساني حقونو او د مېرمنو د حقونو په برخه کې چې په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې کوم پرمختګ شوی د طالبانو ځینې اقدامات دغه پرمختګ په شا بوتلل غواړي.

یادونه: د دې رپورټ دپاره معلومات د ای پي خبری ادارې نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG