لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: په ځینو ټولنو کې د میرمنو حساسې جنسي برخي اوس هم لېرې کولی شي


فيمېل جېنیټل میوټيلېشن د دنیا په ځینو برخو کې د ډیرې مودې راهیسې کیدونکی داسې عمل دی چې د مذهب یا د قبایلي روایاتو ترمخه د میرمنو جنسي برخو کې بدلون وکړی شي او ښځې د جنسي برخي حساسه حصه لېری کړی شي
فيمېل جېنیټل میوټيلېشن د دنیا په ځینو برخو کې د ډیرې مودې راهیسې کیدونکی داسې عمل دی چې د مذهب یا د قبایلي روایاتو ترمخه د میرمنو جنسي برخو کې بدلون وکړی شي او ښځې د جنسي برخي حساسه حصه لېری کړی شي

د مېرمنو د حقونو تنظیمونه وايي په نړۍ کې اوس هم په میلینونو جینکۍ د نازکو جنسي اندامونونه محرومه کولی شي او د دنیا په ۹۲ ملکونو کې په دغه ناوړه رسم عمل کیږي.

د مېرمنو د حقونو دریو تنظیمونو د ګل، دوشنبې، په ورځ جاري شوي یو رپورټ کې وویل که څه هم تېرو څو لسیزو کې د میرمنو سره په دغه سلوک کې کمی ليدل کیږي خو دا عمل بیخي نه دی ختم شوی او اوس هم د لکونو په شمیره کې جینکۍ د دي دردونکي او خطرناک عمل نه تیریږي.

فيمېل جېنیټل میوټيلېشن د دنیا په ځینو برخو کې د ډیرې مودې راهیسې کیدونکی داسې عمل دی چې د مذهب یا د قبایلي روایاتو ترمخه د میرمنو جنسي برخو کې بدلون وکړی شي او ښځې د جنسي برخي حساسه حصه لېری کړی شي. په عامه توګه دې عمل ته ښځو سونتیېدل هم وېل کیږي. او د دې مقصد دا دګڼل کیږي چث په جنسي فعل کې د مېرمنو دلچسپي ختمه کړی شي او یا د هغوی د جنسي ناروغو علاج وشي.

د وي او ای د انګریزۍ څانګی د رپورټ ترمخه، په برصغیر کې دا رواج په داودي بوهره ټولنه کې ډیر عام دی او په عامه توګه دا د جینکو د بلوّغت علامت هم ګڼل کیږي.

په امریکا کې به هم جینکو سره دغه عمل کیدلو چې ښځې د خود لذتۍ د صلاحیت نه محرومې کړی شي خو په ۲۰ پیړۍ کې دا عمل غیرقانوني وټاکل شو.

مېرمنو سره د دغه سلوک د مخنیوي دپاره کارکوونکو دریو تنظیمونو د ملګرو ملتونو په مرسته کړي څیړنه کې معلومه کړي چې په ۳۲ ملکونو کث په تېرو څو لسیزو کې د ۲۰۰ میلین نه زیاتي جینکۍ د دې عمل نه تېرې کړی شوي دي.

د امریکې حکومت د جینکو د جنسي اعضا د مسخ کوولو د دغه عمل مخالفت کوي او دا د انساني حقونو خلاف ورزي او په ماشومانو د صنفي تشدد برخه ګڼي.

په کال ۲۰۱۷ کې د امریکې په مېشېګن ریاست کې د انصاف وزارت په دوو ډاکټرانو د نهو جینکو د ختنه کوولو الزام ولګولو. د جینکو عمرونه د پنځو نه د نهو کلونو پورې وو او د ډاکټرانو تعلق د داودي بوهره ټولنې سره و. که څه هم دغه ډاکټرانو ته عدالت سزا نه ده ورکړې او د انصاف وزارت هم د عدالت د فیصلې خلاف اپیل نه دی کړی خو وزارت کانګرس نه غوښتنه کړې ده چې په اړه قانون سخت کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

اسرائیل د غزې په شمال کې پوځي عملیات سېوا کړي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:42 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG