لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملگرو ملتونو مشر وايي د پاکستان او هندوستان ترمنځ تاوتریخوالي اندېښمن کړی دی


د پاکستان د سفر په مهال ښاغلي گوټېرېس په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴٠ کلونه د پوره کېدو په مناسبت په یوه دستوره کې کډون وکړو او د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرتارپور کورېډور یا راهدارۍ کتنه هم وکړه
د پاکستان د سفر په مهال ښاغلي گوټېرېس په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴٠ کلونه د پوره کېدو په مناسبت په یوه دستوره کې کډون وکړو او د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرتارپور کورېډور یا راهدارۍ کتنه هم وکړه

د ملگرو ملتونو مشر اېنټونیو گوټېرېس ویلي هغه د پاکستان او هندوستان ترمنځ په زیات شوي تاوتریخوالي اندېښمن دی او که دواړه ملکونه وغواړي نو دوی په تعلقاتو کې د ښه والي دپاره مرسته کولی شي.

خو هندوستان د اېنټونیو گوټېرېس د منځگړیتوب وړاندېز رد کړو.

اېنټونیو گوټېرېس د نهې سه شنبې، په ورځ پاکستان ته خپل درې ورځنی سفر سر ورسولو.

د پاکستان د سفر په مهال ښاغلي گوټېرېس په پاکستان کې د افغان کډوالو ۴٠ کلونه د پوره کېدو په مناسبت په یوه دستوره کې کډون وکړو او د نهې، سه شنبې، په ورځ یې د پاکستان او هندوستان ترمنځ د کرتارپور کورېډور یا راهدارۍ کتنه هم وکړه.

کرتارپور راهداري تېرکال د نومبر په میاشت کې پرانیستل شوي چې په زریعه یې د هندوستان سک مذهب منونکي د پاکستان په کرتارپور کلي کې خپل مذهبي مقام گوردواره دربار صاحب زیارت ته ورتللی شي. د سک مذهب باني بابا گورو نانک په دغه مقام ژوند کړی و او په ١٦ پېړۍ کې په دغه ځای مړه شوی و.

د هندوستان د سک مذهب منونکي د ویزې بغیر د گوردواره دربار صاحب سفر کولی او بیرته هندوستان ته تللی شي.

د کرتارپور د راهدارۍ د سفر په مهال اېنټونیو گوټېرېس د دغه لارې ستاینه وکړه او ویې وېل دا د مذهبي هم اهنگۍ یو علامت دی.

اېنټونیو گوټېرېس په ټوېټر د کرتارپور لار د "امید راهداري" وبلله چې د سک مذهب دوه مقدس ځایونه د یو بل سره تړي.

کرتارپور ته د تگ نه وړاندې د ملگرو ملتونو جنرل سېکرېټ‏ري یا مشر نه د هندوستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي په اړه پوښتنه وشوه نو هغه وویل د هغه دپاره دا ډیره د تشویش خبره ده.

اېنټونیو گوټېرېس وویل په وار وار یې په پاکستان او هندوستان غږ کړی دی چې د ضبط نه دې کار واخلي او د تاوتریخوالي د کمولو کوښښونه دي وکړي. هغه زیاته کړه چې که چېرې دواړه ملکونه وغواړي نو د تاوتریخوالي د کموولو دپاره کردار ادا کولی شي.

خو هندوستان د اېنټونیو گوټېرېس د منځگړیتوب وړاندیز رد کړو. "د دریم فریق د کردار او د منځگړیتوب ځای نشته" د هندوستان د خارجه وزارت ترجمان وویل.

د تېر کال د اگست په میاشت کې هندوستان د خپل انتظام دلاندې کشمیر خصوصي نیم خپلواکه حېثیت ختم کړو. پاکستان د هندوستان د گام مخالفت کوي او د دواړو ملکونو تعلقات د تاوتریخوالي سره مخامخ شوي دي.

هندوستان د خپل اقدام دفاع کوي او وايي د دې په نتیجه کې به په کشمیر کې د ترهگر مخه ونیول شي.

د کشمیر حیثیت بدلولو وروسته هندوستان د خپل انتظام لاندې کشمیر کې مواصلاتي نظام وتړلو او د امنیت سخت گامونه یې پرځای کړل. اېټونیو گوټېرېس وویل دوی په واضحه ډول ویلي چې په کشمیر کې دې د انساني حقونو احترام وکړی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG