لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو اندېښنه ښکاره کړې چې له افغانستان سره د ټاکلې مرستې یواځې شپږ فیصده برابرې شوې


د افغانستان لپاه د ملګرو ملتونو د عمومي مشر د ځانګړي استازي مرستیال اینډریکا رتوتي پر دې اندېښنه ښکاره کړې چې له افغانانو سره د بشري مرستې د دوام لپاره د نړیوالې ټولنې ډېره کمه بودیجه برابره شوې او وایي تر اوسه یې د څه باندې درې ارب ډالرو غوښتل شوي فنډ یواځې شپږ فیصده برخه تر لاسه کړې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د غمږغۍ ادارې «اوچا» د چارشنبې- شورو په ورځ د اینډریکا رتوتي څرګندونې خپرې کړې دي چې پکې هغه وایي د افغانانو د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره یې 3.06 ارب ډالر غوښتي وو خو تر اوسه ورسره یواځې 290 میلین ډالر مرسته شوې ده:

"د موجودو اړتیاوو او را رسېدلي فنډ تر منځ دومره لوی فراق به د خلکو د ژوند ژغورلو د مرستو په چارې کې لا ډېر زیات خنډ پېښ کړي، له نړیوالې ټولنې غواړو چې خپلې مالي مرستې زیاتې کړي او له افغانانو سره خپلې ژمنې دوه چنده کړي".

اینډریکا رتوتي د ښځو د برابرۍ په اړه هم ویلي چې ملګري ملتونه په افغانستان کې د ښځو حقونو ته ژمن دي اود بشري چارو په ګډون یې په عام ژوند کې د ښځو پر معنا لرونکي ګډون باندې ټینګار کړی دی.

هغه په دې برخه کې ټولنیزو حساسیتونو ته په کتنې پر دې مسله د خلکو د پوهاوي د کچې لوړول د اهمیت وړ مسئله بللې ده.

ښاغلي رتوتي د افغانستان د جیو پولیټک حیثیت ته په اشارې سره د طالبانو له چارواکو سره د نړیوالو د بنیادي ښکېلتیا او معنالرونکو خبرو اترو پر اهمیت باندې هم ټینګار کړی دی.

اینډریکا رتوتي
اینډریکا رتوتي

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې «اوچا» ویلي وو، چې په تېر 2023م کال کې د بودیجې د کمښت له امله ملګرو ملتونو له 18 میلینه افغانانو سره د خوراکي مرستو بندېدو او له 3.4 میلینو نورو سره د نیمايي مرستو ته کمولو ته اړ شوي وو.

د خوړو نړیواله اداره ډبلیو ایف پي هم د بودیجې د کمښت له امله د تېر 2023م کال په اګست کې دې ته مجبوره شوې وه چې په افغانستان کې پر لس میلینه مرستو ته اړو افغانانو باندې خپلې مرستې بندې کړي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همږغۍ ادارې «اوچا» د روان کال په پیل کې د افغانانو د بشري ضرورتونو د پوره کېدو لپاره له نړیوالې ټولنې د 3.6 اربه ډالرو فنډ د چمتو کولو غوښتنه کړې وه.

اوچا د تېرو لسیزو د جګړو له کبله پیدا شوې لوږې، د موسمي بدلون اغېزو، پر ښځو د طالبانو بندیزونو او له پاکستان او ایرانه د کډوالو د ستنېدو حالت ته په کتو اټکل کړی چې په 2024م کال کې به هم افغانان د تېر کال په نسبت ډېرو بشري مرستو ته اړتیا ولري.

اوچا په خپل تازه رپوټ کې د افغانستان حالت لا هم خراب ګڼلی او وایي ښخ شوي ماینونه او ناچاودلي توکي، پر ازاد تګ راتګ بندیزونه، د جنسیت په بنیاد د تشدد زیاتوالی، د ماشومانو درانه کارونه او د کم عمرۍ ودونه د دې هېواد لویې ستونځې دي.

اوچا وایي د موسمي بدلون اغېزو په ټول افغانستان کې د اوبو بحران لا پراخ کړی چې وایي له کبله یې د تېر کال په اکتوبر کې د هرات ویجاړوونکو زلزلو د خوړو، روغتیا او غذاییت په برخو کې د افغانانو اړتیاوې لا زیاتې کړې دي.

اوچا په روان کال کې له ایران او پاکستانه افغانستان ته د 1.46 افغان کډوالو د ستنېدو اټکل کړی دی او وایي افغانستان دا مهال په نړۍ کې دویم هیواد دی چې په لوی شمېر خلک یې په هېواد کې دننه له خپلو سیمو او کورونو بېځایه شوي دي.

دغې ادارې ویلي اوس مهال په افغانستان کې 6.3 میلینه بې ځایه شوي افغانان ژوند کوي چې وایي اکثره یې له 2012 کال راهیسې له خپلو سیمو بې ځایه شوي او نورو سیمو ته کډه شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG