لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو چارواکی: د اقتصادي بدحالۍ د مخنیوي دپاره افغانستان د پېسو انتقال ته ضرورت لري


مارټن ګرېفېتس
مارټن ګرېفېتس

د ملګرو ملتونو د بشري امداد څانګې مشر مارټن ګرېفېتس ویلي د اقتصاد بدحالۍ د مخنیوي دپاره افغانستان په دوامداره ډول مالي مرستې ته اړتیا لري.

د وي او ای سره مرکه کې ګرېفېتس وویل افغانستان سره د مالي مرستې دپاره به اینده هفته په واشنګټن کې د امریکايي مامورینو سره هم خبرې کوي.

افغانستان سره د پېسو د امداد په اړه د ملګرو ملتونو چارواکي وویل وړاندې یې دا پام و چې د ژمي موسم به یوازې په بشري امداد تېر شي."مونږ ته اوس معلومه شوه چې دا (یوازي بشري امداد) به کافي نه وي. مونږ ته زیات ضرورت دی."

د ملګرو ملتونو چارواکي افغانستان سره د مالي مرستې غوښتنه په داسې حال کې کړې ده چې د هېواد زیاتېدوونکي اقتصادي کړکېچ په مهال د ډالر په مقابل کې د افغانۍ قدر نور هم غورځېدلی دی.

د کابل په آزاد بازار کې نن (د ډسمبر په ۱۳مه)، د یو ډالر بېعه ۱۲۵ افغانیو ته لوړه شوه چې تر اوسه داسې څه نه و لیدل شوي. د ډالر قیمت صرف یوه هفته مخکې، د ۱۰۰ افغانیو نه ښکته و.

د کابل د زرمبادلې مشهوره بازار، سرای شهزاده د صرافانو یو مشر محمد طاهر قیومي رائټرز خبري اېجنسۍ ته ویلي چې،"ډالر د بازار نه ورک شوي دي."

ګرېفېتس وویل په افغانستان کې د ډالر د نشتوالي مخیوی د کرنسۍ د تبادلې دلارې کېدلی شی او پکار ده چې په دې لړ کې نظام ځای په ځای کولو ته زر حتمي شکل ورکړی شی.

ګرېفېتس وویل "مونږ ته پکار ده چې د ملک نه بهر د ډالرو په ځايي کرنسۍ افغانیو کې دتبادلې اسانتیا برابر کړوو."

هغه وویل پکار ده چې د افغانیو د تبادلې دغه سهولت د اعتماد وړ، دومداره او په اینده کې زیاتېدلی شي.

د وي او ای رپورټ وايي په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د حکومتي اخراجاتو زیاتره برخه د بهرني امداد نه پوره او غېر ملکي امداد د افغانستان د بجټ (بودېجې) ۷۵ فیصد او د مجموعي قومي پېداوار ۴۰ فیصد برخه وه.

رپورټ وايي د اګست په ۱۵ په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس افغانستان سره نړیوال امداد ځنډول شوی دی او په هېواد کې لکه د صحت، تعلیم او بجلۍ په شان بنیادي سهولتونه هم په منفي ډول متاثر شوي دي. په ملک کې ګراني زیاته شوي او د بنیادي ضرورت شیان د عامو افغانانو د وس نه وتلي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري امداد د څانګې مشر وویل په افغانستان د مرستې عملیات چلولو دپاره پېسې په ملک کې نشته.

په اینده کال کې د ۲۳ مېلین افغانانو سره د مرستې دپاره ملګرو ملتون د څلور اشاریه څلور بېلین ډالرو مالي پنګې غوښتنه کړي ده چې د ادارې دپاره تر ټولو لوې انساني بحران دی.

د دسمبر په ۲۱ نېټه به ګرېفېتس په واشنګټن کې د امریکې خارجه وزیر یا سېکرېټري اف سټېټ اېنتني بلېنکن سره ویني. هغه وویل بلېنکن ته به دا پېغام ورکوي چې ملګرو ملتونو ته ورکړی شوي پېسې به د طالبانو په لاس نه ورځي.

ګرېفېتس وویل "مونږ کانګرس ته هم دغه پېغام روکول غواړوو، چې د افغانستان ولس ملاتړ ته ضرورت لري او دوی ملاتړ د طالبانو سره ملاتړ نه دی، دا د افغانستان د ولس ملاتړ دی. دا دوه مختلف څېزونه دي."

د ملګرو ملتونو چارواکي وویل افغانستان سره د مالي مرستې دپاره داسې نظام ځای په ځای کول پکار دی چې د امریکې د بندیزونه خلاف ورزي ونکړي او د افغانستان اقتصاد هم بیا بحال کړی شي. د وي او ای رپورټ وايي یو حوصله افزا ګام ورلډ بېنک د جمعې په ورځ اعلان کړی دی چې مرستندویه ملکونه راضي شوي د افغانستان د بیا ودانولو د پنګۍ نه ۲۸۰ مېلین ډالر ورکړی شي.

په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس ورلډ بېنک دغه پېسې ودرولي وې.

د ورلډ بېنک د دغو پېسو نه به ۱۰۰ مېلین ډالر په افغانستان کې د صحت د خېرښېګړې اسانتیاو برابرولو دپاره یونېسېف ته ورکول کېږي. نورې پېسې په دوه اشاریه اووه مېلین خلکوسره د خوراکي شیانو امداد دپاره د ملګرو ملتونو خوراک ادارې ورلډ فوډ پروګرام ته ورکول کېږي.

ګرېفېتس وویل په افغانستان کې د انساني امداد رسد په لاره کې طالبانو څه خنډان نه دي پېدا کړي."بشري ساهه ـ د عملیاتو ځای ـ د طالبانو (د واکمنۍ) لاندې پرمختګ کړی دی."

ګرېفېتس وویل په داسې حال کې چې نړۍ انتظار کوي چې طالبان به د انساني حقونو او د مېرمنو او د جینکو د حقونو په اړه خپل لوظونه پوره کړي، امدادي ادارو او د امداد په برخه کې کارکوونکو ښځینه کارکوونکو ته یې په پراخه کچه د کار اجازت او رسايي ورکړې ده.

د وي او ای رپورټ وايي په افغانستان د طالبانو د واکمنېدو نه پس ګرېفېتس لومړی لوړ رتبه نړیوال چارواکی و چې د ستمبر په میاشت کې یې افغانستان دوره وکړه او د ملګرو ملتونو د امدادي کار د جاري ساتلو په شرایطو یې د طالبان چارواکو سره خبرې وکړې.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG