متحده قومونو خبرداری کړی چې په ښځینه کارکونکو د طالبانو "غیرقانوني" بندیز به نړیواله اداره مجبوره کړي چې په افغانستان کې خپل فعالیت وتړي.
په افغانستان کې د متحده قومونو استازي دفتر یوناما د نهې، سه شنبې، په ورځ په جنګ ځپلي هېواد کې کار بندولو په اړه خبرداری اعلان کړو.
د خبرداري نه څو ورځې وړاندې متحده قومونو وویل چې طالبانو يې ښځینه کارکونکو په کور د کښېناستلو ويلي دي.
یوناما په خپل بیان کې په ښځینه کارکونکو د طالبانو د پابندۍ غندنه وکړه او ويې وېل چې دغه بندیز د نړیوال قانون او د متحده قومونو د منشور خلاف دی او احترام يې نه شي کولی.
یوناما وویل د طالبانو اقدام د متحده قومونو اداره دې ته مجبوره کړې ده چې افغان ولس سره د مرستې او په خپلو اصولو د ودرېدو کې یوه لاره غوره کړي.
د یوناما بیان وویل چې د په افغانستان کې د متحده قومونو د استازي دفتر مشرې روزا اوتنبایوا د یوناما عملیاتو ته د کتنې امر کړی چې د می د میاشت تر پېنځمې نېټې پورې به دوام لري.
یوناما وویل خپلو عملیاتو ته د کتنې په دغه مهال به ضروري صلاح مشورې کولی شي، ضروري بدلونونه به کولی شي او د بېړني حالاتو او هر ډول ممکنه نتیجو دپاره به تیاری نیول کېږي.
د یوناما بیان وویل د متحده قومونو افغان ښځینه او سړو کارکونکو ته وېل شوي چې دفترونو ته دې یوازې په انتهايي ضرورت کې ورځي.
یوناما وویل د متحده قومونو د فېصلې د منفي نتېجو او د افغان ولس دپاره د دې کړکېچ ذمه واري به د طالبانو په اوږو وي.
د وي او ای رپورټ وايي طالبانو د متحده قومونو په ښځینه کارکونکو د خپل بندیز په اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
متحده قومونه په افغانستان کې ۴۰۰۰ کارکونکي لري چې ۳۳۰۰ په کې افغانان دي. په افغانانو کې ۴۰۰ ښځینه کارکونکي دي او ۲۰۰ خارجي ښځینه کارکونکي دي.
په افغانستان د بیا واکمنېدو نه پس طالبانو د افغان مېرمنو په تعلیم، کار روزګار او سفر بندیزونه لګولي دي.
تېر کال د ډسمبر په میاشت کې طالبانو ښځینه کارکونکي د ملکي او غیرملکي امدادي ادارو کې د کار نه منع کړې چې له امله يې ځینو غیر ملکي امدادي تنظیمونو په افغانستان کې کارونه وتړل.
طالبان د ښځو په اړه د خپلو تګلارو دفاع کوي، وايي ښځو د تعلیم او زورګار دپاره به د افغان دود دستور او اسلامي تعلیماتو سره سم حالات برابروي.
نړیوالې ټولنې طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.
د امریکې د قامي سلامتیا شورا یا نېشنل سېکیورټي کاونسل ترجمان جان کربي تېره هفته وویل که طالبان غواړي چې د امریکې په شمول یې نور ملکونه په رسمیت وپېژني نو پکار ده چې افغانانو سره د سلوک په اړه خپل لوظونه پوره کړي.
متحده قومونه وايي د افغانستان د ۲۸ اشاریه درې مېلین ابادۍ په دریو کې دوه برخې خلک بشري امداد ته ضرورت لري، شپږ مېلین خلک د خوراک د کمي سره مخامخ دي. اداره وايي په افغانستان کې د امداد دباره څلور اشاریه شپږ بېلین ډالرو ته ضرورت لري چې یوازې ۲۰۰ مېلین ډالر مالي مرسته ورسره شوې ده.
یادونه: د دې خبر معلومات د وي او ای خبریال ایازګل د رپورټ نه اخیستل شوي دي