لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

 ملګري ملتونه: داعش په عراق کې د یزیدې قوم نسل وژنه کړې 


د عراق یزیدي مېرمن نادیه مراد
د عراق یزیدي مېرمن نادیه مراد

د ملګرو ملتونو یوې ډلې ویلي داعش په عراق کې د یزیدي قوم نسل وژنه کړې ده.

د ملګرو ملتونو د تحقیق کوونکو یوې ډلې وویل د یزیدي قوم د نسل وژنې په اړه واضحه او باوري شواهد موندل شوي دي او د یو ۱۴۴۴ داسې کسانو شناخت شوی دی چې په دغه جرم کې ککړ دي.

د ملګرو ملتونو د دغې ډلې مشر کریم خان د ګل، دوشنبې، په ورځ وویل دغه کسان په واضحه ډول د یزیدي ټولنې په ضد د نسل وژنې د جرم ‌ذمه واري په غاړه لري..

کریم خان د برطانيي قانون پوهه دی او امکان دی چې اینده میاشت به د یزیدیانو په ضد د داعش د جرمونو په مقدمه کې د جرمونو په ضد نړیوال عدالت یا انټرنېشنل کریمینل کورټ وکیل وګمارل شي.

کریم خان وویل داعش کولو چې یزیدیان په حیاتیاتي او جسماني توګه ختم کړي او یو شمېر کلو ته یې ویلي وو چې یا دې مذهب پرېږدي او یا د مرګ ته ځان تیار کړي.

کریم خان وویل د ملګرو ملتونو ډلې چې کوم شواهد راجمع کړي دي دا ثابتوي چې داعش د یزیدیانو په نسل کشۍ، قتل عام، په جبر د جنسي فعل، تشدد، غلامۍ او د انسانو په ضد جرمونو او جنګي جرمونو کې ککړه ډله ده.

د وي او ای رپورټ وايي د داعش وسله والو به یزیدیان د شیطان عبادت کوونکي او د اسلام په ضد ګڼل.

د عراق یزیدي مېرمن نادیه مراد چې داعش په غلامۍ کې ساتلي وه او د جنسي تشدد سره یې مخامخ کړي وه د ګل، دوشنبې، په ورځ یې د ملګرو ملتونو د امنیتي شورا یا سکیورټي کاونسل نه غوښتنه وکړه چې د یزیدیانو په ضد د داعش د جرمونو په اړه د ملګرو ملتونو د تحقیقاتو په بنیاد دې دغه معامله د جرمونو په ضد نړیوال عدالت ته وړاندې کړی شي.

نادیه مراد چې د ۲۰۱۸ د امن نوبل انعام هم ورکړی شوی دی وویل د انسانیت په ضد د داعش د جرمونو معامله هم نړیوالو ادارو ته سپارل کېدی شي.

د وي او ای رپورټ وايي په ۲۰۱۴ کې داعش په شمالي عراق کې د یزیدي قوم په علاقه یرغل وکړو او یزیدي مېرمنې یې د جنسي غلامانو په څېر ونیولې او د پنځه لکو پورې یزیدیان بې کوره شوو.

په کال ۲۰۱۶ کې د ملګرو ملتونو یوې ډلې په شام کې یزیدیانو سره د داعش سلوک "جېنوسایډ" یا نسل وژنه وټاکله.

مېرمن مراد وویل شواهد موندل شوي دي او اوس سیاسي اراده پکار ده چې د دې ثبوتونو په بنیاد په عدالتونو کې مقدمې وچلول شي .

داعش ته په عراق کې په کال ۲۰۱۷ کې ماتی ورکړی شوی دی او د ملګرو ملتونو ډله وايي د ۲۰۰ زیات اجتماعي قبرونه موندل شوي دي چې ممکنه ده د ۱۲۰۰۰ کسانو مړي پکې ښخ کړی شوي وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG