لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بیت المقدس په اړه د ملګروملتونو عمومي غونډې ته د ټرمپ خبرداری


د ملگرو ملتونو عمومي شورا
د ملگرو ملتونو عمومي شورا

د ملګروملتونو عمومي اسامبلۍ د پنجشنبې په ورځ په هغې مسودې د غور کولو لپاره بیړنۍ غونډه کوي چې په ترڅ کې به یې د امریکا لخوا د اسرایلو د پلازمینې په توګه د بیت المقدس پیژندنه رد شي.

د ملګروملتونو ددغې غونډې په درشل کې د اسرایلو لومړي وزیر بین امین نتن یاهو په ورته وخت کې ملګروملتونو ته د درواغو کور ویلی.

نتن یاهو وویل: (اسرایلي دولت په دې اړه رایه ورکول له ترسره کېدو مخکې ردوي.)

ده وړاندې وویل:

(بیت المقدس زمونږ پلازمېنه ده او مونږ به هلته خپل کار ته دوام ورکوو او د امریکا په مشرۍ بهرني سفارتونه به هلته ځي.)

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ ددې میاشتې په سر کې د بیت المقدس په اړه د امریکا د اوږدې مودې سیاست پدې خبره مات کړ چې بیت المقدس یې د اسرایلو د پلازمینې په توګه و پېژانده او لارښوونه یې وکړه چې د امریکا سفارت ورته ولېږدول شي.
د امریکا ددغه کار او اعلان په اړه د خواشینۍ د څرګندولو لپاره د دوشنبې په ورځ په ملګروملتونو کې یوه مسوده چمتو شوه چې د امنیت د شورا د ۱۴ غړو لخوا تایید شوه خو یواځې د امریکا لخوا یې تصویب کېدل ویټو یا رد شول.

ولسمشر ټرمپ او په ملګروملتونو کې د امریکا سفیرې نیکې هیلې په دې اړه د ملګروملتونو د پنجشنبې د ورځې په غونډه کې له رایه ورکولو څخه دمخه خبرداری ورکړی.

ټرمپ د چهارشنبې په ورځ د کابینې په غونډه کې وویل:

(ملګري ملتونه زمونږ څخه میلیونونه او حتی میلیاردونه ډالر اخلي او بیا بیرته زمونږ پرضد رایه ورکوي. مونږ به دغې رایې اچونې ته په غور سره ګورو. پرېږدئ چې زمونږ پرضد رایه ورکړي. مونږ به ډیرې پیسې و سپموو. مونږ یې پروا نه لرو.)

نیکې هیلې د امنیت د شورا د دوشنبې د ورځې تر رایه ورکونې وروسته وویل:

(امریکا ته څوک نه شي ویلی چې چېرې خپل سفارت پرانیزي.)

هغې نورو هېوادونو ته د یوه لیک په بڼه په ورته توګه خبرداری ورکړی چې د ټرمپ په څېر ژبه په کې کارول شوېده او دغه لیک د امریکا غږ لاس ته هم ورغلی دی.

په ملګروملتونو کې ګڼو ډپلوماټانو ویلي دي چې دوی ته د نیکې هیلې لیک رسېدلی خو دوی به خپل دریځ بدل نه کړي.

په ملګروملتونو کې د سویډن سفیر اولوف سکوج وویل:

(پدې اړه زمونږ دریځ روښانه دی. مونږ دا فرصت درلود چې د امنیت په شورا کې خپل نظر شریک کړو او همدا زمونږ کلک دریځ دی.)

نوموړي وړاندې وویل، دا مسله له امریکا سره زمونږ په اړیکو پورې اړه نه لري ځکه مونږ له امریکا سره ښې اړیکې لرو.

پاکستان د امریکا لخوا د ملګرو ملتونو غونډه کې دبیت المقدس په اړوند د پریکړې په ضد رایې ورکوونکو هیوادونو ته دمالي مرستو د درولو ګواښ رد کړی اؤ ویلي یې دي چې خپله رایه به د اصولو په بنسټ کاروي.

د ملګرملتونو د عمومي اسامبلۍ غونډه په ملګروملتونو کې د فلسطیني استازي ریاض منصور لخوا رابلل شوې چې د عربي او یو شمېر نورو هېوادونو لخوا یې ملاتړ کیږي.

منصور هیله څرګنده کړې چې په دې غونډه کې به پراخ ملاتړ راخپل کړي.

د امنیت د شورا مسودې په قانون نه بدلیږي خو بیا هم اخلاقي دروند وزن لري چې د نړیوالې ټولنې د اکثره برخې نظر څرګندوي.

د ټرمپ ادارې ویلي، دوي د منځني ختیځ د ستونزې حل د دوه جلا خپلواکو هېوادونو په بڼه کې ویني، که چېرې دواړه ښکېلې غاړې یې و غواړي خو ددوي د سفارت فزیکي ځای باید په دغو خبرو باندې کومه اغېزه و نه کړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG