لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملگري ملتونه : د مومندو عملياتو له امله 22,000 کسان بې کوره شوي


دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې وياند اريان روميري ویلي د يو اين ايچ سي ار په مرسته جوړ شوؤ دوؤ کيمپونو کې دتيرو څو ورځو په مهال 22,000 کسان رجسټر شوي دي.
دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې وياند اريان روميري ویلي د يو اين ايچ سي ار په مرسته جوړ شوؤ دوؤ کيمپونو کې دتيرو څو ورځو په مهال 22,000 کسان رجسټر شوي دي.

ملگرو ملتونو دزيارت په ورځ وئيلي دي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دپيل کړل شوؤ تازه عملياتو له امله ددغه قبائيلي سيمې څخه خواؤشا 22,000ؤ خلکو کډې کړي دي.
دملگرو ملتونو دکډوالو دادارې وياند اريان روميري يو بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې وويل ديو اين ايچ سي ار په مرسته جوړ شوؤ دوؤ کيمپونو کې دتيرو څو ورځو په مهال 22,000 کسان رجسټر شوي دي.
دمومند ايجنسۍ لوړپوړي انتظامي چارواکي امجدعلي خان ددغه شميرې پخلى کړى دى.
امجدعلي خان وويل مونږ دغو کډوالو ته خوراکي او غيرخوراکي مواد او خيمې ورکوؤ.
هغه وويل په پيل کړل شوؤ ځمکنيو او فضائي عملياتو کې هاغه طالبان او نور جنگيالي په نخښه کيږي د وزيرستان په شمول نورو قبائيلي پټو کې دعملياتو له امله دغلته تښتيدلي دي.
نوموړي دا هم وويل چې مونږ دافغانستان سره نزدې خپله پوله تړلې او دپښو مضبوطولو په غرض مو عسکر ليږدولي دي.
دپاکستان دمليشه ځواکونو يو وياند پخلى کړى دى چې دتيرو پينځوؤ ورځو راهسې په مومند ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد روانو دغو عملياتو کې د70ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي او له امله يې په زرگونو کسان بې کوره شوي دي.
دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين تيره ورځ په پيښور کې دترسره شوې بمي چاؤدنې په شمول داړي گړي رامينځته شوې بيلا بيلې پيښې ددغو تازه عملياتو عکس العمل گرځولى دى.
په پيښور کې يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ميا افتخار حسين وويل کله چې په قبائيلي سيمو کې عمليات کيږي تندلاري په ښاري سيمو کې غبرگون ښائي، اوسنۍ بمي چاؤدنې دمومندو دعملياتو غبرگون دى.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG